ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“هيله ده د پاکستان او طالبانو اوربند د افغان ټاکنو ګډوډولو لپاره نه وي”

“هيله ده د پاکستان او طالبانو اوربند د افغان ټاکنو ګډوډولو لپاره نه وي”

author avatar
20 Mar 2014 - 16:43
“هيله ده د پاکستان او طالبانو اوربند د افغان ټاکنو ګډوډولو لپاره نه وي”
author avatar
20 Mar 2014 - 16:43

کابل (پژواک ٢٩ کب ٩٢): د کورنيو چارو وزارت وايي چې په پاکستان کې هغه ديني مدرسې تړل شوې، چې ترهګريزې زده کړې په کې کېږي او طالبان يې د جګړې لپاره افغانستان ته رالېږل شوي دي.

د کورنيو چارو وزارت دغه څرګندونې وروسته له هغه وکړې، چې نن (د کب ٢٩مه) سهار وختي په جلال اباد ښار کې د يوه ډله ييز بريد په ترڅ کې ١٠ پوليس او يو محصل ووژل شول او تر ٢٠ ډېر نور ټپيان شول.

په دغه بريد کې اوه ځانمرګي بريدکوونکي هم ووژل شول او وسله والو طالبانو يې مسووليت پر غاړه اخيستى دى.

د کورنيو چارو وزارت له خوا پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، ترهګر چې ملاتړي يې له پولو څخه بهر دي، له بېلابېلو لارو هڅې کوي چې د افغانستان بې ثباته او ترهګريز بريدونه ترسره کړي.

سرچينې زياته کړې، چې د فارياب په ميمنې ښار او نن په جلال اباد ښار کې چاودنو او بريدونو لسګونه هېوادوال ووژل .

د کورنيو چارو وزارت وايي، مخالفين غواړي په دې ډول بريدونو سره د ټاکنو راتلونکې پروسه ګډه وډه کړي او نه غواړي چې افغانان خپل راتلونکى برخليک وټاکي.

په خبرپاڼه کې راغلي: ((د استخباراتي معلوماتو له مخې، له تېرې يوې مياشتې راهيسې د ډيورنډ له پولې پورې غاړه کې هغه ديني مدرسې چې په کې ترهګريز فعاليتونه ښودل کېږي، تړل شوي او طالبان يې افغانستان ته د بريدونو لپاره لېږل شوي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې وروستيو کې د پاکستاني طالبانو او حکومت ترمنځ اوربند هم اعلان شوى دى.

راپورونه ښيي، چې د ځينو کړيو له لوري وسله وال د بريدونو لپاره افغانستان ته لېږل کېږي.

د کورنيو چارو وزارت زياته کړې: ((افغانان اندېښمن دي، چې په افغانستان کې د ټاکنو له را نږدې کېدو سره سم دا ډول اوربند د افغانستان په ټاکنو ګډوډولو سره کوم تړاو ونه لري.))

سرچينه وايي، د افغانستان ولس غواړي چې په قوي عزم سره په راتلونکو ټاکنو کې ونډه واخلي او خپل راتلونکى برخليک او مشر وټاکي.

د کورنيو چارو وزارت له هېواده بهر کړيو ته ګواښنه کړې، چې د افغانستان د ټاکنو او امنيت د ګډودولو هڅه دې نه کوي ځکه چې د افغانستان ملي ځواکونه به د هغوى هر ډول ترهګريز فعاليتونه شنډ کړي.

ټاکل شوې د افغانستان د ولايتي شوراګانو او ولسمشرۍ ټاکنې د ١٣٩٣ لمريز کال د وري په ١٦مه ترسره شي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.