ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډاکټر عبدالله د برياليتوب په صورت کې د پروان خلکو ته ژمنې ورکړې

author avatar
20 Mar 2014 - 17:33
author avatar
20 Mar 2014 - 17:33

چاريکار (پژواک ٢٩ کب ٩٢): د ولسمشرۍ کانديد ډاکټر عبدالله ژمنه وکړه، چې د برياليتوب په صورت کې به د پروان د جبل السراج د سمنټو فابريکه فعالوي او هم به د قمچاق د اوبو او برېښنا بند جوړوي او په غزني کې بيا د استاد سياف په ملاتړ غونډه جوړه شوه.

ډاکټر عبدالله عبدالله، د کب په ٢٩مه له خپلو دوو مرستيالانو انجنير محمدخان او استاد محمد محقق سره يو ځاى د پروان ولايت مرکز چاريکارو ته سفر وکړ، چې د ښځو په ګډون زرګونه ملاتړي يې ورته راټول شوي وو.

ډاکټر عبدالله عبدالله وويل، د ولسمشرۍ په ټاکنو کې تر برياليتوب وروسته به د جبل السراج د سمنټو فابريکه بيا فعاله کړي، د دغه ولايت د سياګرد ولسوالۍ په قمچاق سيمه کې به د اوبو او برېښنا بند جوړ کړي او هم به د دغه ولايت د ځمکو د خړوبولو په موخه يو ابګردان بند، چې د پنجشېر له سينده به سرچينه اخلي، جوړ کړي.

ده زياته کړه، په راتلونکو ټاکنو کې د دوى ټېم وړونکى دى، ځکه د هېواد ډېرى وګړي د دوى ملاتړ کوي.

د نوموړي لومړي مرستيال انجنير محمد خان يادو کسانو ته وويل، چې تاسو د افغانستان له ملت څخه ځانونه مه بېلوئ او رايه دوى ته ورکړئ، ځکه د ده په وينا، ولس د دوى ټېم ته رايه ورکوي.

هغه وايي: “تاسو ښايي له بېلابېلو ټاکنيزو ټېمونو څخه د کمپاين کولو په موخه پيسې ترلاسه کړې وي، خو رايه د اصلاحاتو او همپالنې ټېم ته ورکړئ.”

د ډاکټر عبدالله دويم مرستيال محمد محقق له خپلو ملاتړو بيا وغوښتل، چې په را روانو ټاکنو کې دې د درغليو مخه ونيسي، ځکه د ده په خبره: “ځيني کسان شته چې په ټاکنو کې د جعل او تقلب خوبونه ويني؛ نو د هغوى د دغه کار مخه ونيسئ.”

دى زياتوي، د افغانستان ولس په تېرو دولسو کلونو کې د نړيوالې ټولنې په شتون کې ډېر فرصتونه لکه د امنيت ټينګښت، اقتصادي وده او زېربنايي چارې له لاسه ورکړې، خو اوسمهال دې د ټاکنو له فرصت څخه سمه ګټه پورته کړي.

هغه د پروان خلکو ته وويل: “تاسو ټول هغه کسان ياست، چې جهاد او مبارزه مو کړې ده، خو اوس مو سنګر د انتخاباتو صندوق او وسله مو د رايې ورکولو کارت دى.”

په دې غونډه کې د ولسي جرګې يوې پخوانۍ غړې شفيقې نوري له خلکو وغوښتل چې خپله رايه د اصلاحاتو او همپالنې ټېم ته ورکړي، ځکه دوى ستاسې غوښتنې او هيلې پوره کولى شي.

د يو بل خبر له مخې، نن په غزني کې سلګونو تنو د ولسمشرۍ له کانديد عبدرب الرسول سياف څخه د ملاتړ اعلان وکړ.

دغه غونډه ، چې نن د غزني ښار په يوه هوټل کې ترسره شوه، ګډونوالو يې د ولسمشرۍ د څوکۍ لپاره د رسول سياف ټيم غوره وباله او ژمنه يې وکړه، چې له دغه کانديد څخه به خپل ملاتړ کوي.

د غونډې يو ګډونوال نورالله وايي: (( دغه هېواد نور بيارغونې، سولې او امنيت ته اړتيا لري، چې د دغو کارونو وړتيا موږ د سياف په ټيم کې وينو.))

هغه زياتوي، دوی داسې ولسمشر غواړي ،چې د شعارونو پر ځای عمل وکړي.

د ده په وينا، د سياف ټيم کولای شي په راتلونکي کې ځوانانو ته ښه د کار زمينه برابره کړي او د دې ويجاړ شوي هېواد لپاره زيات کارونه ترسره کړي.

د غونډې يوه ګډونواله زرمينه وايي، په تېر دولت کې د نارينه وو ترڅنګ مېرمنو ته دومره د کار زمينه نه وه برابره شوې.

هغې زياته کړه: “سياف له فساده لرې کس دى، نو موږ هم سياف او د ده ټيم انتخابوو او ملاتړ يې کوو.”

زرمينه وايي، دا چې د هېواد په کچه مېرمنې زياتې ستونزې لري، د زده کړې ترڅنګ ورته د کار زمينه هم نه ده برابره، خو که چېرته دغه ټيم بريالی شو، شونې ده چې د مېرمنو دغه ستونزې کمې شې.

په غزني کې د عبد رب الرسول سياف د کمپاين مشر حاجي شاه محمد اميري، ولسمشرۍ ته د کانديد استاد سياف کړنې بيان کړې او د غزني له خلکو يې وغوښتل، چې له دغه ټيم څخه ملاتړ وکړي.

ده زياته کړه، دا چې سياف ټول وخت د هېواد په خدمت کې تېر کړی دى، نو جوته ده چې په راتلونکي کې به هم خپلو خدمتونو ته دوام ورکوي.

وروسته ولسمشرۍ ته  کانديد عبدرب الرسول سياف د ټېلېفون له لارې خپله وينا د غونډې ګډونوالو ته بيان کړه او ژمنه يې وکړه، که چېرته بريالی شو، نو په غزني کې به د بيارغونې کارونه کوي او بې کارو ځوانانو ته به د کار زمينه برابروي.

ده وويل: “هغه کارونه چې په تېرو کلونو کې نه دي ترسره شوي، هغه به زه ترسره کړم.”

سياف زياته کړه، دا چې غزني په ۲۰۱۳ کال کې د اسلامې هېوادونو پلازمېنه نومول شوى و ، نو د پام وړ کارونه په کې نه دي شوي او بايد په دې ولايت کې زيات کارونه ترسره شوي وای.

دا په داسې حال کې ده، چې د ولسمشرۍ د ټاکنيزو مبارزو له پيل څخه تراوسه نږدې دوه مياشتې تېرېږي، خو غزني ته تر دې مهاله کوم کانديد سفر نه دى کړى.

ټاکل شوې د افغانستان د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د ١٣٩٣ لمريز کال د وري په ١٦مه ترسره شي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.