ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې لومړنيو خوراکي توکو بدلون نه دى کړى

کابل کې لومړنيو خوراکي توکو بدلون نه دى کړى

author avatar
20 Mar 2014 - 16:34
کابل کې لومړنيو خوراکي توکو بدلون نه دى کړى
author avatar
20 Mar 2014 - 16:34

کابل (پژواک ٢٩ کب ٩٢): کابل ښار کې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د لومړنيو خوراکي توکو بيې، له کوم بدلون پرته پر خپل حال پاتې دي.

د کابل ښار د خوراکي توکو د سوداګرو ټولنې مشر فضل الرحمن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن د تېرې پنجشنبې په څېر د پنځوس کيلو پاکستاني اوړو عمده پلور بيه ١٣٥٠ افغانۍ، پنځوس کيلو پاکستانۍ بوره ١٥٥٠ افغانۍ، لومړۍ درجه پاکستانۍ سېله وريجې ١٨٠٠ افغانۍ، پنځه لېتره مومن غوړي ٣٨٠ افغانۍ، يو کيلو تور افريقايي چاى ٢١٠ افغانۍ او يو کيلو شين ويتنامي چاى ١٨٠ افغانۍ دى.

د لومړنيو خوراکي توکو پرچون پلور بيې له عمده پلور بيو سره په ځينو برخو کې ډېر او په ځينو برخو کې کم بدلون لري.

د تايمني درېيم سړک د خوراکي توکو يو هټۍ وال احمد جاوېد وايي، چې نن پنځوس کيلو ګرامه بوره ١٧٠٠ افغانۍ، ٤٩ کيلوګرامه پاکستاني اوړه ١٣٩٠ افغانۍ، لومړۍ درجه پاکستانۍ سېله وريجې ٢٠٠٠ افغانۍ، پنځه لېتره مومن غوړي ٤٦٠ افغانۍ، يو کيلو شين چاى ٢٣٠ افغانۍ او يو کيلو تور افريقايي چاى په ٢٧٠ افغانۍ پلورل کېږي.

د سون توکو بيې د تېرې اونۍ په پرتله بدلون نه دى کړى.

د وزيراباد د تېلو ټانک مسوول عبدالهادي وايي، چې نن د تېرې اونۍ په څېر د يو لېتر ډېزل تېلو بيه ٦٠ افغانۍ او د يو لېټر پټرول تېلو بيه ٥٨ افغانۍ ده.

د تايمني پنځم سړک يوه ګاز پلورونکي ميراقا وويل، چې نن د تېرو اونۍ په څېر د يوه کيلو اوبلن ګاز بيه ٤٨ افغانۍ ده.

د سرو زرو بيو هم کوم بدلون نه دى کړى.

د مريم لېسې بازار د سرو زرو يوه پلورونکي عبدالبصير وويل، چې نن د تېرې اونۍ په څېر يو ګرام عربي سره زر ٢١٠٠ افغانۍ او يو ګرام ايراني سره زر په ١٨٥٠ افغانۍ پلوري.

د شهزاده سراى د يوه صراف احمدشاه د معلوماتو له مخې، نن د يوه امريکايي ډالر ارزښت  ٥٧،٣٧ افغانۍ او د زرو کلدارو ارزښت ٥٦٢ افغانۍ دى.

تېره پنجشنبې د يوه امريکايي ډالر د اخيستو ارزښت ٥٧،٣٠ افغانۍ او د زرو کلدارو ارزښت ٥٧٢ افغانۍ  و.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.