ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سرينا هوټل په بريد کې د څلورو بهرنيانو په ګډون ٩ تنه وژل شوي

author avatar
21 Mar 2014 - 09:36
author avatar
21 Mar 2014 - 09:36

کابل ( پژواک د وري لومړۍ نېټه ٩٣) : د کورنيو چارو وزارت وايي، چې د کابل پر سرينا هوټل د تېرې شپې په بريد کې د څلورو بهرنيانو په ګډون ٩ تنه وژل شوي دي.

دا بريد پرون ماخوستن په شاوخوا نهو بجو پيل شوى و او د شپې په يوولسو بجو د څلورو بريدګرو په وژل کېدو  پاى ته ورسېده.

د کورنيو چارو وزارت مرستيال جنرال ايوب سالنګى وايي، چې په دې بريد کې ٩ تنه وژل شوي دي، چې څلور يې بهرني وګړي او پنځه يې افغانان دي.

د نوموړي په وينا، په وژل شويو بهرنيانو کې دوه مېرمنې او په وژل شويو افغانانو کې هم دوه ښځې او دوه ماشومان دي، خو جنرال سالنګي ددوى په اړه نور جزئيات نه دي ورکړي.

د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي تېره شپه ناوخته د پېښې په ځاى کې خبريالانو ته وويل، چې د څلورو بريدګرو عمرونه تر ١٨ کلونو کم وو او د ماښام په شپږو بجو د ډوډۍ خوړلو په پلمه هوټل ته راغلي وو.

هغه زياته کړه، چې دوى پخپلو جرابو کې وړې تمانچې پټې کړې وې او د هوټل دننه ديوه سالون په تشنابونو کې يې ځانونه پټ  او بيا يې دشپې په نهو بجو بريد پيل کړ.

صديقي په دې کار کې د سرينا هوټل ساتونکي ګرم وبلل او زياته يې کړه، چې هغوى له غفلت څخه کار اخيستى دى.

ټاکل شوې ده، چې د کورنيو چارو وزارت نن په دې اړه د يوې خبري غونډې په ترڅ کې نور معلومات ورکړي.

وسله والو طالبانو ددې بريد مسووليت پر غاړه اخيستى دى.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.