ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په مزار شريف کې جنډه پورته شوه

author avatar
21 Mar 2014 - 11:55
author avatar
21 Mar 2014 - 11:55

مزارشريف (پژواک دوري لومړۍ نېټه٩٣ ) د بلخ ولايت په مرکز مزار شريف کې د زرګونو تنو په شتون کې د حضرت علي (رض) ته د منسوب زيارت جنډه ديولړ مراسمو په ترڅ کې  پورته شوه.  

هر کال د وري په لومړۍ ڼېټه د مزارشريف ښار د حضرت علي روضه کې د يو لړ دولتي مراسمو په ترڅ کې جنډه درول کېږي.

سږکال هم د هېواد له ګوټ ګوټ څخه د زرګونو خلکو په ګډون د دولتي مراسمو په ترڅ کې د توپونو د ډزو په بدرګه، د روضې جنډه ودرول شوه.

په يادو مراسمو کې د اطلاعات او فرهنګ وزير، د شمال زون دولتي او امنيتي لوړ پوړو چارواکو او په مزارشريف کې د بهرنيو هېوادونو استازو او کونسلګرانو  برخه اخيستې وه.

د روضې په شمال او سوېل کې په زرګونو ښځې او نارينه د جنډې د مراسمو د لېدو لپاره راټول شوي وو.

د بلخ والي عطا محمد نور په خپلو خبرو کې ګډونوالو ته د نوي لمريزکال د رارسېدو له امله مبارکي وويله او هېله يې وښوده، چې دغه کال به  د سولې او خوشالۍ کال وي.

نور،د وينا پرمهال په دغه ولايت کې د امنيت، بيارغونې، حکومتوالۍ، فرهنګي او سياسي حالاتو په اړه خبرې وکړې.

 امنيتي چارواکي وايي، چې  دتېر کال په پرتله دوه برابره سخت امنيتي تدابير نيول شوي دي.

د بلخ د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول شيرجان دراني پژواک ته وويل، د تېر کال په مراسمو کې د درې زره امنيتي ځواکونو له خوا امنيت نيول شوى و ، خو سږکال دغه شمېره شپږ زرو ته لوړه شوې ده.

په يادو مراسمو کې د اطلاعات او فرهنګ وزير سيد مخدوم رهين هم د نوروز په اړه له لنډو خبرو وروسته خلک په ټاکنو کې برخې اخيستو ته وهڅول.

نوموړي هم د ټاکنو په روڼتيا ټينګار وکړ او زياته يې کړه، چې که عام خلک ټاکنو ته په جدي توګه ارزښت ورکړي، نو ښې به تر سره شي.

د بلخ ولايت اوسېدونکي وايي، چې سږ کال دغه مراسم د تېر په پرتله کم رنګه، د خلکو او چارواکو ګډون هم کم وو.

د نقيب الله په نامه د مزار ښار يو تن اوسېدونکي پژواک ته وويل ، چې پخوا به ډېر چارواکي د ولسمشر لومړى مرستيال او د کابينې غړي راتلل، خو سږ کال يواځې يو تن راغى.

هغه زياتوي ، چې پخوا به دټول ښار سړکونه بند او د خلکو ګڼه ګوڼه زياته وه، خو سږ کال يواځې د روضې شاوخوا لارې بندې وي، نو په ښار کې کراري وه.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.