ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست ښوونځيو ته د ښوونکو د زياتوالي غوښتنه وشوه

د خوست ښوونځيو ته د ښوونکو د زياتوالي غوښتنه وشوه

author avatar
22 Mar 2014 - 16:29
د خوست ښوونځيو ته د ښوونکو د زياتوالي غوښتنه وشوه
author avatar
22 Mar 2014 - 16:29

خوست (پژواک،٢ورى٩٣):د خوست د پوهنې رياست مسوولينو غوښتنه وکړه، چې په دغه ولايت کې دې د ښوونکو شمېر زيات شي.

دغه څرګندونې د دې ولايت د پوهنې رياست تدريسي مرستيال مطيع الله فضلي نن  د وري په ٢مه د نوي تعليمي کال د پيل په مراسمو کې زده کوونکو او ښوونکو ته وکړې.

هغه وويل، چې که څه هم د ښوونځيو د سرپناه په برخه کې اوسمهال ځينې ستونزې لري، خو تدريسي کيفيت، د مسلکي ښوونکو د زياتېدو او د زده کوونکو په شمېر کې زياتوالی هغه څه دي، چې دوی يې د پوهنې د لانور پرمختګ په هيله دي.

نوموړي وويل، چې تېرکال يې تر شپېته زره زيات زده کوونکي ښوونځيو ته جذب کړي او ښايي سږ کال هم په همدومره شمېر نور زده کوونکي، چې څلوېښت سلنه به يې نجونې وي، په ښوونځيو کې داخلې کړي.

فضلي زياته کړه، چې سږ کال به تر اتلسو پورې نوي ښوونځي هم پرانيستل شي، چې په دې سره به په خوست کې د ښوونځيو شمېر مجموعاً تر درې نيم سوو ښوونځيو څخه واوړي.

نوموړي وويل، چې پر دې سربېره يې د څوارلسو ښوونځيو لپاره د ودانيو پر جوړولو هم کار کړی، چې په دې سره به په دغه ولايت کې پنځوس سلنه ښوونځي له ودانيو برخمن شي.

  فضلي وايي:(( په دې ولايت کې د پوهنې په ډګر کې تر ټولو لويه ستونزه د ښوونکو کمښت او د پنځوس سلنه ښوونځيو لپاره د ودانيو نشتون دى.))

هغه وويل، چې دوی اوس مهال شاوخوا څلورو سوو نورو ښوونکو ته اړتيا لري، خو د پوهنې وزارت ورته يواځې شپېته ښوونکي په تشکيل کې اضافه کړي دي.

نوموړي د پوهنې له وزارت څخه غوښتنه وکړه، چې لږتر لږه د ښوونکو په تشکيل کې اضافه والی راولي، تر څو د لرې پرتو سيمو ښوونځيو لپاره د ښوونکو د کمښت ستونزه تر يوه بريده هواره شي.

د خوست والي عبدالجبارنعيمي، چې په يادو مراسمو کې يې ګډون کړی و، وويل، چې په تېرو څو کلونو کې په دغه ولايت کې د پوهنې په برخه کې د زيات پرمختګ شاهدان دي.

هغه وويل، چې څو کاله وړاندې د نجونو په ګډون د نارينه زده کوونکو شمېر بيخي کم و، خو د ولايتي ادارې په هلو ځلو سره د ځانګړي کمپاين په پايله کې دغه شمېر تر ٣٥٠زرو څخه  اوښتی دی.

هغه له ښوونکو غوښتنه وکړه، چې د خپل مسووليت او اسلامي رسالت له مخې په خپلو دندو کې ناغيړي ونکړي او زده کوونکو ته د پوهې په انتقال کې تر خپله وسه کار وکړي.

  نعيمي له خلکو هم وغوښتل، چې په ځانګړي ډول د نجونو د زده کړو لپاره د زمېنې په برابرولو کې له مسوولو چارواکو سره مرسته وکړي او خپلې نجونې ښوونځيو ته ولېږي.

بلخواپه دغه ولايت کې يو شمېر ښوونکي بيا له دولت څخه غوښتنه کوي، چې د دوی د ستونزو د حل لپاره دې هم د خپل مسووليت له مخې پاملرنه وکړي.

د خوست په مرکز کې د غرغښت لېسې يوتن سرښوونکي برکت الله بدلون پژواک اژانس ته وويل، چې زياتره ښوونکي د سرپناه لپاره ځای نلري او له يو لړ ستونزو سره مخ دي.

هغه له مسوولينو غوښتنه وکړه، د هغو ښوونکو لپاره، چې سرپناه نلري، د يوې نومرې ځمکې د وېش امرونه ورکړي.

د يادونې ده، چې د دې ولايت سلګونو ښوونکو ته د مرکز په مختلفو برخو کې يوه، يوه نومره ځمکه ورکړل شوې، چې د چارواکو په خبره ښايي نور سلګونه ښوونکي هم له دې امتياز څخه برخمن شي.

دا مهال د خوست په مرکز او ولسواليو کې په څه باندې درې نيم سوه ښوونځيو کې شاوخوا درې سوه پنځوس زره زده کوونکي زده کړې کوي، چې کابو يو سل او شل زره يې نجونې دي.

د خوست د پوهنې رياست مامورين وايي، چې په دې ولايت کې داسې ښوونځي نشته، چې د ناامنۍ او يا د نورو ستونزو له امله د زده کوونکو او ښوونکو پر مخ تړل شوي وي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.