ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بغلان کې د عبدالله عبدالله په ملاتړ غونډه ترسره شوه

په بغلان کې د عبدالله عبدالله په ملاتړ غونډه ترسره شوه

author avatar
22 Mar 2014 - 20:55
په بغلان کې د عبدالله عبدالله په ملاتړ غونډه ترسره شوه
author avatar
22 Mar 2014 - 20:55

کابل (پژواک ٢ ورى ٩٣): د ولسمشرۍ کانديد عبدالله عبدالله له خپلو دوو مرستيالانو سره يو ځاى د ټاکنيزو مبارزو په ترڅ کې، د بغلان اوسېدونکو ته په يوه لويه غونډه کې خپل راتلونکي پروګرامونه واورول.

په دغې غونډه کې، چې د دغه ولايت په مرکز د پلخمري ښار په لوبغالي کې تر سره شوه، د بغلان ولايت زرګونو کسانو ګډون کړى وو.

عبدالله عبدالله په ياده غونډه کې، چې دواړو مرستيالانو محمدخان او محمد محقق هم په کې ګډون درلود، د بغلان ولايت د بيارغونې پر کارونو نيوکه وکړه او ويې ويل، د برياليتوب پر مهال به دغې برخې ته ډېره پاملرنه وکړي.

هغه زياته کړه، چې د بغلان ولايت د بيارغونې برخې ته به ډېر پام وکړي او په ځانګړي ډول د کانونو او برېښنا په برخو کې به د خلکو ستونزو ته لاسرسى وکړي.

د ولسمشرۍ دغه نوماند، د کيله ګۍ برېښناکوټ د رغونې ژمنه هم وکړه، چې په ټاکنو کې د برياليتوب پر مهال به يې عملي کړي.

د عبدالله دوهم مرستيال محمد محقق هم د بغلان ولايت اقتصادي، بنسټيزو او پوهنې په برخو کې د کار کولو د اړتيا په اړه خبرې وکړې او ټينګار يې وکړ، چې د عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې ټيم به په دغو برخو کې خپلې ژمنې پوره کړي.

هغه ورته مهال له خلکو وغوښتل، چې په راتلونکو ټاکنو کې فعاله ونډه واخلي او ډېره پاملرنه وکړي، ترڅو درغلۍ ونه شي او چاته اجازه هم ورنه کړي، چې د ټاکنو روڼوالى تر پوښتنې لاندې راولي.

د بغلان ولايت د دوشي ولسوالۍ يوه اوسېدونکي سلطان محمد، چې د عبدالله عبدالله د ټاکنيز ټيم د پلويانو له ډلې په دغه غونډه کې ګډون کړى، پژواک اژانس ته وويل چې هغه د ياد ټيم کاري پروګرامونه لوستلي، نو له همدې امله به په راتلونکو ټاکنو کې خپله رايه ډاکټر عبدالله عبدالله ته چې يو مجاهد دى، ورکړي.

د دې غونډې يوه بل ګډونوال مولوي غياث الدين وويل، چې نوموړى د خپلې ولسوالۍ د خلکو په استازيتوب د عبدالله له ټيم څخه ملاتړ اعلانوي.

هغه څرګنده کړه، چې اوسني دولت د بغلان ولايت په بيارغونه کې ډېرې ژمنې کړې، خو تر دې مهاله يې ورباندې عمل نه دى کړى.

مولوي غياث الدين زيات کړه، چې د عبدالله ټيم يې د افغانستان د ژغورنې او پرمختګ لپاره ټاکلى او هغه ته به رايه ورکړي.

ورته مهال د راتلونکې ولسمشرۍ ټاکنو لپاره نهه کانديدان خپلې ټاکنيزې مبارزې پر مخ وړي او ټاکل شوې، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د روان کال د وري په ١٦مه تر سره شي.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.