ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلال په ملاتړ غونډه وشوه

د هلال په ملاتړ غونډه وشوه

author avatar
23 Mar 2014 - 16:41
د هلال په ملاتړ غونډه وشوه
author avatar
23 Mar 2014 - 16:41

چاريکار (پژواک ٣ ورى ٩٣): د پروان په بګرام ولسوالۍ کې د شاوخوا دوو زرو تنو په ګډون په جوړه شوې غونډه کې د ولسمشرۍ له کانديد قطب الدين هلال څخه ملاتړ وشو.

د غونډې ګډونوالو د (ژوندى د وي اسلام، ژوندى د وي حکمتيار، مرګ د اسلام پر دښمنانو) او داسې نور شعارونه ورکول.

 په پروان ولايت کې د حزب اسلامي مشر انجنير بريالي ، چې د نورو په استازيتوب يې خبرې کولې وويل، ځکه له قطب الدين هلال څخه ملاتړ کوي؛ چې د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار ورڅخه ملاتړ کړى دى.

ده له هلال څخه وغوښتل ، چې که بريالى شو، اسلامي نظام به جوړوي.

قطب الدين هلال، غونډې ته د وينا پر مهال وويل، چې په ټاکنو کې د برياليتوب په صورت کې به اسلامي نظام جوړ کړي او ښځو او نارينه وو ته به د اسلام په چوکاټ کې د هغوى حقونه ورکړي.

د ولسمشرۍ دغه کانديد ژمنه وکړه، چې که بريا يې نصيب شوه، د خپل هېواد او خلکو لپاره به خدمت وکړي.

د پروان د بګرام ولسوالۍ اوسېدونکي او د غونډې ګډونوال محمدافضل پژواک ته وويل، سره له دې چې باران اورېده، په ياده غونډه کې تر دوو زرو کسانو برخه لرله .

دى وايي، چې د غونډې ګډونوال، د پروان او کاپيسا ولايتونو او د کابل د شمال ولسواليو اوسېدونکي وو.

د ولسمشرۍ لپاره ١١ تنو ځانونه کانديد کړي و، خو له دې ډلې سترجنرال عبدالرحيم وردک له کانديدۍ منصرف شو او بل کانديد عبدالقيوم کرزى د زلمي رسول په ګټه له کانديدۍ تېر شوى دى.

د کانديدانو ټاکنيزې سيالۍ، چې د سلواغې په ١٣ مه پيل شوې او د وري په ١٣مه پاى ته رسيږي، د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې روانې دي.

ټاکل شوې، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د وري په ١٦مه ترسره شي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.