د خوست،هلمند او پروان خبريالانو د سردار احمد وژنه وغندله
خوست-لښکرګاه،چاريکار (پژواک ٤ ورى ٩٣): د خوست هلمند او پروان ولايتونو د ژورنالېستانو ټولنو د افغان خبريال سرداراحمد او د هغه د کورنۍ د غړو وژنه په کلکو ټکو وغندله.
سرداراحمد، چې د فرانسې له خبري اژانس سره يې کار کاوه، د نوي کال په لومړۍ شپه په کابل کې د سرينا پر هوټل وسله وال بريد کې له خپلې مېرمنې او دوو ماشومانو سره يوځای ووژل شو.
په خوست کې د نړيوالو، ملي او سيمه ييزو رسنيو يو شمېر خبريالانو د وري په ٤مه د يوې غونډې په ترڅ کې، د خبريال سرداراحمد وژنه د رسنيو او خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي يوه بله ستره بېلګه وګڼله.
دوی په جنګ کې له ښکېلو غاړو وغوښتل، چې د تاوتريخوالي پر مهال د ملکي وګړو تر څنګ د خبريالانو خونديتوب ته هم د لومړيتوب حق ورکړي.
د خوست د ټولنيز او رسنيز مرکز ميديوتيک مشر فاروق جان منګل، د هېواد په کچه د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي د ګراف پر لوړېدو خواشيني څرګنده کړه.
نوموړي وويل، چې د روان ۲۰۱۴زېږديز کال په لومړيو دريو مياشتو کې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي اولس پېښې ثبت شوې، چې وروستۍ هغه يې د سرداراحمد وژنه ده.
د خوست د اطلاعاتو او کولتور رييس محمدامين شاه الفت هم د خبريالانو پر ضد تاوتريخوالی وغانده او د خبريال سرداراحمد وژنه يې دردوونکې پېښه وبلله.
په دغه ولايت کې د کليد راډيو مشر نقيب الله متونوال د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي د پېښو د زياتوالي د پخلي ترڅنګ وويل، چې په ټوليز ډول له خبريالانو سره هر ډول زور زياتی په دې برخه کې ترلاسه شوې لاسته راوړنې تر پوښتنې لاندې راولي.
په خوست کې د بي بي سي راډيو خبريال الياس وحدت وويل، افغانستان دا مهال له حساسو شېبو تېرېږي او طبيعي ده، چې د ټاکنو پر مهال بېلابېلې ډلې او کړۍ به پر ژورنالېستانو فشار راوړي، تر څو د دوی په خوښه او ګټه کار وکړي.
وحدت د وروستۍ پېښې د غندنې ترڅنګ وړانديز وکړ، د دې لپاره چې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچه راټيته شي، نو خبريالان بايد په هر ډول شرايطو کې مسلکي چلند وکړي.
په ورته مهال په هلمند كې د خبريالانو خپلواكې ټولنې پر كابل سرينا هوټل، وروستى بريد چې په ترڅ كې يې يو افغان خبريال سرداراحمد له خپلې كورنۍ سره يو ځاى وژل شوى، په كلكه وغانده.
د دې ټولنې له لوري د وري په ٤مه پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د هلمند د خبريالانو خپلواكه ټولنه دغه عمل نه يواځې په كلكه غندي، بلكې له ښكېلو خواوو غواړي چې د بې ګناه او ملكي كسانو ژوند ته پوره پاملرنه او احترام وكړي.
په پروان ولايت کې هم يو شمېر خبريالانو د سرداراحمد او د هغه د کورنۍ د غړو وژنه په کلکو ټکو وغندله او د افغانستان ازادو رسنيو د ملاتړ (نى) له دريځ څخه چې د طالبانو خبرونه د دوه اوونيو لپاره تحريم کړي، ملاتړ وکړ.
په دغه غونډه کې ، چې د پروان د اطلاعاتو او کولتور رياست له خوا جوړه شوى وه، يو تن خبريال نويد بهار وويل: (( موږ د سردار احمد وژنه د رسنيو د کورنۍ لپاره يوه لويه ضايعه بولو او تل به مو هڅه دا وي، چې د بيان ازادۍ په لاره کې له هر ډول ستونزو سره مقابله وکړو.))
د پروان د اطلاعاتو او کولتور رييس عبدالواحد هاشمى هم وويل، چې د وسله والو مخالفينو داسې ناوړه کارونه د زغملو وړ نه دي او دولت بايد د دغسي بريدونو مخنيوى وکړي.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن