فراه (پژواک ٤ ورى ٩٣): د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې د طالبانو د استخباراتو د مسوول ملا خيرمحمد په ګډون د دولت شپږ وسله وال مخالفين ووژل شول.
دا ټکى د فراه د امنيه قوماندانۍ وياند احمدجاوېد کارګر پژواک خبري اژانس ته څرګند کړ.
د ده په خبره، يادو کسانو تېره ورځ د بالابلوک ولسوالۍ په مربوطاتو کې د هرات-کندهار لارې په اوږدو کې ماين اېښوده، چې د خپل ماين په چاودنه کې ووژل شول.
هغه زياته کړه، چې دې ډلې په تېرو څو کلونو کې په دې لاره کې ماينونه اېښودل او د بالا بلوک، بکواه او ګلستان ولسواليو په نا امنيو کې ښکېل وو.
د دولت وسله وال مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن