کابل ( پژواک ٥ ورى ٩٣): ولسي جرګې د رايو په اتفاق محمد يونس قانوني ته د ولسمشر د لومړي مرستيال په توګه د باور رايه ورکړه.
ولسمشر حامد کرزي نن محمديونس قانوني ولسي جرګې ته د خپل لومړي مرستيال د نوماند په توګه معرفي کړ.
جرګې قانوني ته په علني ډول د کارتونو په پورته کولو سره موافقه رايه ورکړه او په دې توګه هغه د ولسمشر لومړى مرستيال وټاکل شو.
د ولسمشر پخوانى لومړى مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم د کب په ١٨مه د ورپيښې ناروغۍ له امله له نړۍ سترګې پټې کړې.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن