ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې د کانديدانو په اړه شاوخوا ٣٠ شکايتونه ثبت شوي

په کندهار کې د کانديدانو په اړه شاوخوا ٣٠ شکايتونه ثبت شوي

author avatar
25 Mar 2014 - 13:05
په کندهار کې د کانديدانو په اړه شاوخوا ٣٠ شکايتونه ثبت شوي
author avatar
25 Mar 2014 - 13:05

کندهار (پژواک ٥ ورى ٩٢): په کندهار ولايت کې د  ټاکنيزو شکايتونو د کمېسيون چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې د کار له پيل راهيسې ورته د ولايتي شورا د کانديدانو په اړه شاوخوا ٣٠ شکايتونه شوي دي.

د ټاکنيزو شکايتونو د کمېسيون مشر مړوند وزيري د وري  په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه شکايتونه په ټوليزه توګه يواځې د ولايتي شورا د کانديدانو په اړه دي، خو د ولسمشرۍ د کانديدانو په هکله ورته تر اوسه کوم شکايت نه دى ثبت شوى.

هغه زياته کړه، تر دې مهاله شوي ډېر شکايتونه د کانديدانو تر منځ د پوسټرونو او د هغوى د عکسونو په اړه دي، چې ګواګې نور کانديدان د هغوى پر پوسټرونو خپل پوسټرونه لګوي.

د نوموړي په وينا، د شوو شکايتونو پر بنسټ يې قانوني اقدام کړى او راغوښتي يې دي، له نږدې يې پوه کړي، خو که بيا هم ورته شکايتونه تکرار شي، نو اداره ورته اخطار ورکوي او وروسته ورسره جدي قانوني چلند کوي.

خو مړوند وزيري دا هم وويل، چې د کانديدانو په اړه ورته ډېر شکايتونه داسې هم شوي، چې په دوى پورې اړه نه لري.

هغه د بېلګې په توګه يادونه وکړه، چې د ځينو کانديدانو په اړه ورته شکايت شوى، چې ځمکې يې غصب کړې او يا هم د ځينو مطبعو چلوونکو ورته شکايتونه کړي، چې ګواکې يو شمېر کانديدانو يې د پوسټرونو د چاپ لګښت نه دى ورکړى.

نوموړي له خلکو وغوښتل، چې که د ټاکنو په برخه کې هر راز تخطي او تقلب ويني، نو له اسنادو او شواهدو سره دې په دغه کمېسيون کې خپل شکايتونه درج کړي.

د هېواد د نورو ولايتونو تر څنګ په کندهار کې د ټاکنيزو شکايتونو د کمېسيون له پرانيستل کېدو اتلس ورځې تېرېږي.

د دغه کمېسيون مسوولينو څو ورځې وړاندې ويلي وو، چې له ډېرو ورځو تېرېدو سربېره ورته کوم لوى شکايتونه نه دي شوي او يوازې د ډېرو کوچنيو موضوعاتو په اړه ورسره شکايتونه ثبت شوي دي.

د کندهار ولايتي شورا ته تر ٦٠ زياتو نارينه او ښځينه کسانو ځانونه نوماند کړي چې د نولسو څوکيو لپاره به له يو بل سره سيالي کوي، په دغو کانديدانو کې د ولايتي شورا د تېرو دوو دورو وکيلان هم شامل دي.

 ټاکل شوې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د وري په ١٦مه ترسره شي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.