پل علم (پژواک ٦ ورى ٩٣): د لوګر بزګر غوښتنه کوي، چې حکومت دې کرنيزو توکو ته په بازار موندنه کې ورسره مرسته وکړي.
هغوى دا غوښتنه د وري په ٦مه په پل علم کې د هغې غونډې په ترڅ کې وکړه، چې د بزګر د ورځې په مناسبت رابلل شوې وه.
په دې غونډه کې د دغه ولايت د والي په ګډون يو شمېر ځايي چارواکو ګډون کړى و.
د پل علم اوسېدونکي سيدګل په دې غونډه کې وويل، چې د کلنو په تېرېدو اوس هم د لوګر بزګر د پخوا په څېر ستونزې لري.
دى وايي: ((زموږ کرنه د پخوا په څېر ساده ده، ټول کال زيار وباسو خو کله چې د مېوو او سبزيو د حاصلاتو وخت راشي، نو خريدار ورته نه پيدا کېږي.))
د خان محمد په نوم يو بل بزګر وويل، د بازار د نشتوالي له امله يې ډېر کرنيز توکي خرابېږي او زيان ورته اوړي.
د نوموړي په وينا: ((زه په کال کې له ۸ څخه تر ۱۰ جريبه ځمکه غنم کرم خو د کرنې رياست راته د کرکيلي له وخت څخه وروسته څلور منه غنم او يوه بوجۍ سپينه سره راکوي نو په دې سره به څرنګه بزګر په خپلو پښو ودرېږي.))
بلخوا د لوګر د کرنې رييس انجنير محمدهمايون وويل، په تېر کال کې د کرني رياست او مرستنديو موسسو په مالي مرسته سلګونو بزګرو ته اصلاح شوي تخمونه او کيمياوي سرې وېشلې دي.
همايون وايي: ((اوس د لوګر په کچه ۱۵۰ کوچنۍ سړې خونې لرو او هغه د بزګرو په واک کې دي څو خپل زراعتي محصولات په کې وساتي.))
بلخوا د لوګر والي نيازمحمد اميري د غونډې ګډونوالو ته د بزګر ورځ مبارکي وويله او هيله يې وکړه، چې بزګر په خپلو ځمکو کې حلال فصل وکري.
نوموړي وويل: ((بزګر د ټولنې اصلي خدمتګار دي او بايد لاسنوي يې وشي.))
د يادونې ده، په لوګر کې هر کال په سلګونه هکتاره ځمکه پياز، روميان، لوبيا، جوار او غنم کرل کېدل خو اوس بزګر شکايت کوي چې د پلور لپاره يې مناسب بازارونه نشته.
Visits: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن