ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اشرف غني: ختيځه سيمه به پر يو لوى ترانزيټي مرکز بدله کړم

اشرف غني: ختيځه سيمه به پر يو لوى ترانزيټي مرکز بدله کړم

author avatar
27 Mar 2014 - 16:04
اشرف غني: ختيځه سيمه به پر يو لوى ترانزيټي مرکز بدله کړم
author avatar
27 Mar 2014 - 16:04

جلال اباد (پژواک ۷ وری ۹۳): د ولسمشرۍ کانديد ډاکټر اشرف غني احمدزی وايي، چې ختيځ ولايتونه به يو ځل بيا د سولې او امن پر کور او ياده سيمه به د ترانزيټ پر يو لوی مرکز بدل کړي.

نوموړي دغه څرګندونې د کب په ۷مه په جلال اباد ښار کې يوې لويې غونډې ته وکړې، چې په کې د ننګرهار، کونړ، نورستان او لغمان ولايتونو لسګونه زرو ځوانانو، قومي مشرانواو ديني عالمانو برخه اخيستې وه.

هغه زياته کړه، چې ختيځه سيمه به د کابل دروازه وي او له ټول هېواد څخه دفاع به له دې سيمې کېږي.

اشرف غني وويل، چې له برياليتوب وروسته د هېواد نورو ولايتونو او ګاونډي هېوادونو ته برېښنا له ختيځې سيمې صادروي او مشرقي ولايتونه به برېښنا ورادوونکي نه، بلکې صادروونکي وي.

د ده په خبره، چې ګاونډي هېواد هند ته به هم له ختيځې سيمې برېښنا لېږدول کېږي.

اشرف غني زياته کړه، په ختيځ کې به د نړۍ په کچه يو اسلامي پوهنتون جوړوي او د ننګرهار پوهنتون به يو ځل بيا د لومړۍ درجې پوهنتون ارزښت خپلوي.

نوموړي دغه راز ژمنه وکړه، چې په دې سيمه کې به د ساينس او ټکنالوجۍ يو مرکز او همدارنګه د پښتو ژبې د غني کولو لپاره يو مرکز جوړوي.

ډاکتر اشرف غني زياته کړه، چې ختيځ به د يوه صنعتي مرکز په توګه نوم پيدا کوي او له دغه ځايه به نړيوال مارکېټ ته صنعتي توکي صادريږي.

نوموړي له ټولو ختيځ مېشتو مننه وکړه او ويې ويل، اوس ډاډمن شو، چې د ارګ پر دروازې به ورننوځي.

اشرف غني وايي: ((زه ستاسې لپاره يو پول يم، ځوانانو ته به حکومت سپارم او د يوه سيستم پر بنسټ به يې پر مخ وړو.))

دی زياتوي، چې په ختيځ کې ټولې ځمکې حاصل خيزې دي، هڅه به وکړي چې دغه ولايتونه د کرنې په برخه کې هم پرمختګ وکړي.

ده ژمنه وکړه، چې د ننګرهار کانال پروژه به له سره رغوي او ټولې هغه اوبه به مهار کړي کومې چې ګاونډيو هېوادونو ته ځي.

نوموړي وويل: ((تاسې هر يو اشرف غني ياست، زما د تن هر څاڅکی وينه له تاسې ځار ده، زه غواړم په دې وطن کې هميشنۍ سوله رامنځته کړم))

د اشرف غني احمدزي دويم مرستيال ډاکټر سرور دانش له ټولو مشرقيوالو مننه وکړه، د دوی ملاتړ يې وکړ او ژمنه يې هم وکړه، چې دوی به په هېواد کې سوله او ثبات رامنځته کوي.

دی وايي: ((مشرقي به موږ د سولې او امن پر ښار بدلوو او هڅه به کوو چې د سولې او فرهنګ ښار لا ژوندی وساتو.))

د ده په خبره، چې ټېم يې مخکښ دی او کومې ژمنې يې چې کړې، دوی به يې عملي کړي.

جهادي مشر او پخوانی والي حاجي دين محمد د ختيځو ولايتونو د مشرانو په استازيتوب ډاکتر محمداشرف غني ته ډاډ ورکړ، چې رايه به ورکوي.

ده زياته کړه: (( نن چې کوم خلک راغلي دوى ټول د احساس له مخې راغلي دي، دوى نه پيسو ته راغلي او نه هم ډوډۍ ته، يواځې او يواځې د هېواد د ابادۍ به خاطر راغلي دي.))

نوموړي بيا هم پر ختيځوالو غږ وکړ، چې د ډاکتر محمد اشرف غني ملاتړ دې وکړي او خپله رايه دې ورکړي.

د اشرف غني د کمپاين ولايتي مسوول حاجي ظاهر قدير وويل، چې په ختيځ کې به د هر ډول درغلۍ مخه نيسي.

نوموړي وويل: ((هغه چا چې درغلۍ ته زړه ښه کړی، کرار دې بالښتونه سر ته کېږدي، په هېڅ صورت يې درغلۍ ته نه پرېږدو.))

ټاکل شوې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو  ټاکنې د وري په ۱۶مه ترسره شي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.