کابل (پژواک ٧ ورى ٩٣): د افغانستان کرکټ بورډ ادارې ته په نړيواله کچه د غوره لاسته راوړنو له امله د “سپورتي روحيې او زياتو لاسته راړونو” جايزه ورکړل شوه.
دا جايزه د کرکټ بورډ چارواکو ته په هغې غونډه کې ورکړل شوه، چې د ليوريس د سپورتي پرمختګونو په موخه په ماليزيا هېواد کې جوړه شوې وه.
په دې غونډ کې د نړۍ د زياتو هېوادونو د کرکټ او نورو لوبو لوبغاړو او اداري چارواکو برخه لرله.
د افغانستان د کرکټ بورډ اجرائيوي رييس ډاکټر نورمحمد مراد د دې جايزې د ترلاسه کولو پر مهال د غونډې ګډونوالو ته وويل: ((زموږ لپاره ستر وياړ دى، چې په نړيواله کچه دومره ستره جايزه ترلاسه کوو.))
هغه ويل، په افغانستان کې کرکټ د قومونو ترمنځ په ملي يووالي، سولې او ملي پيوستون ځانګړې اغېزه کړې ده.
نوموړي په خپلو خبرو کې وويل: ((زه د ليوريس له محترمو چارواکو مننه کوم، چې د افغانستان کرکټ پرمختګونو او د ملي لوبډلې لاسته راوړنو ته يې د قدر په سترګه وليدل او دغه اداره يې په دومره ستر وياړ ونازوله.))
د افغانستان د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د وري په ٧مه له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل، چې دا جايزه تېره شپه په ياده غونډه کې افغانستان ته ورکړل شوه.
هغه وويل، دغسې جايزې ترلاسه کول به افغان کرکټ بورډ نور هم وهڅوي، چې پر خپلو چارو ډېر غور وکړي او د کرکټ په برخه کې ښې لاسته راوړنې ولري.
هوتک وايي: ((د افغانستان کرکټ بورډ ځوانه اداره ده، ښه پلانونه لري او خپلې هڅې به نور هم ګړندۍ کړي.
هغه وويل د ليوريس د سپورتي روحيې غونډې هر څو کاله وروسته ترسره کېږي خو افغانستان په نړيوالو کچه لومړى هېواد دى چې له دې ادارې د زياتو لاسته راوړنو او سپورتي روحيې جايزه ترلاسه کوي.
Views: 4
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن