کابل (پژواک ٧ ورى ٩٣): د تاجکستان ولسمشر وايي، نوى کال سربېره پر دې ، چې دهېوادونو تمدن څرګندوي، کولى شي اقتصادي فعاليتونه او رغونه هم رامنځته کړي او ټولنه د پرمختګ خواته بوځي.
امام علي رحمان، چې نن يې په کابل کې د نوروز په نړيوال جشن کې خبرې کولې وويل، چې که مرسته، نېک نيت او ژمنتيا د سيمې هېوادونو د فرهنګ له منځه په صادقانه ډول ترسره شي، نو خپلو موخو ته به نږدې شوي وي.
نوموړي په کابل کې د نوروز په نړيوال جشن کې د ګډون له امله خوښي وښوده او زياته يې کړه، چې افراط او تفريط د ټولنې په تمدني او فرهنګي خبرو او کړو منفي اغېز لري، د انساني بدبختيو او ناورينونو لامل ګرځي او بايد ترې ډډه وشي.
امام علي رحمان خلک اعتدال، رغونې او د هېوادونو ودې ته وهڅول او دا چاره يې د انسانانو نېکمرغي وبلله او ويې ويل: ((انسانان بايد خپل زړونه له کينې، دښمنۍ او نا مطلوبو اندېښنو څخه پاک کړي.”
نوموړي تعصب د ټولو بدبختيو رېښه وبلله او له خلکو يې وغوښتل، چې سره يو شي او د خپلې ټولنې پرختګ ته زياته پاملرنه ولري.
نوموړي وويل: “د افغانستان له بچيانوغواړم، چې ستونزې له منځه يوسي او د خپل هېواد رغونې، ودې او زده کړې ته زياته پاملرنه وکړي.))
د تاجکستان ولسمشر زياته کړه، هڅه کوي چې د هېوادونو د ټوليزې ودې لپاره په خپله سيمه او مرکزي اسيا کې همپالنه تامين کړي.
امام علي رحمان د سيمې د هېوادونو ترمنځ د ګازو د نلليکي غځولو او برېښنا لېږد ګټور وباله او ويې ويل، چې د دې پروژې له لارې به زرګونو کسانو ته کار پيدا شي او اقتصادي چټکتيا به دوه چند او اقتصادي رول اوچتېږي.
هغه څرګنده کړه، چې د هېوادونو په قلمرو کې د اورګاډي پټلۍ تېرول هم د دې زمينه مساعدوي، چې د نړۍ د دوو سترو اقتصادي مرکزونو يعنې ختيځې اسيا او اروپا ترمنځ ترانزيټ رامنځته شي.
د يادونې ده، په کابل کې د نوروز په نړيوال جشن کې د افغان چارواکو تر څنګ د ايران ولسمشر حسن روحاني، د پاکستان ولسمشر ممنون حسين، د ملګرو ملتونو سرمنشي، د اذربايجان او قزاقستان او ځينو نورو هېوادونو استازو ګډون کړى دى.
موسيقي، اتڼ، چوب بازي او ځينې نور تفريحي پروګرامونه هم د دغو مراسمو برخه دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن