زرنج-تالقان (پژواک ٧ ورى ٩٣): د نيمروز چارواکي وايي، چې په خاشرود ولسوالۍ کې د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله د څلورو ماشومانو په ګډون شپږو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د خاشرود ولسوال محمدهاشم نورزي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن غرمه مهال وسله والو طالبانو د ملي اردو پر يوه اکمالاتي کاروان د دې ولسوالۍ په پشت حسن سيمه کې بريد وکړ.
ده زياته کړه، وروسته د دواړو لورو ترمنځ نښته وشوه، چې په همدې مهال د يادې سيمې پر يوه کور د هاوان مرمۍ لګېدلې ده.
د هغه په وينا، په دې پېښه کې درې ماشومان چې ټولې نجونې وې او عمرونه ٣، ٤ او ٦ کلونه وو، وژل شوي او درې تنه نور، چې دوه ښځې او يوه نجلۍ وه، ټپيان شوي، چې د درملنې لپاره د ولسوالۍ مرکز ته لېږدول شوي دي.
د ده په خبره، وژل شوي او ټپيان ټول د يوې کورنۍ غړي دي.
ولسوال وايي، دا لا نه ده جوته، چې د هاوان مرمۍ د کوم لوري له خوا توغول شوې، خو په دې اړه يې څېړنې پيل کړې دي.
د يو بل خبر له مخې، د تخار د اشکمش ولسوالۍ د مخابرې امر د سړک غاړې د ماين په چاودنه کې ټپي شوى دى.
د اشکمش ولسوال حميدالله پژواک اژانس ته وويل، دغه چاودنه نن ماسپښين د دې ولسوالۍ د مخابرې د امر جمعه خان پر وړاندې، کله چې له دندې څخه د کور پر لور روان و، رامنځته شوه.
ده زياته کړه، په دې پېښه کې جمعه خان ټپي شوى دى.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن