کابل (پژواک ٧ ورى ٩٣): د پاکستان ولسمشر په کابل کې د نوروز د نړيوال جشن په مراسمو کې د سيمې د امنيت لپاره پر ګډ کار ټينګار وکړ او ويې ويل چې هېواد يې په سيمه کې د سولې راوستو ته ژمن دى.
په دغو مراسمو کې د افغان چارواکو تر څنګ د ايران ولسمشر حسن روحاني، د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان، د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستيال،د اذربايجان، قزاقستان او ځينو نورو هېوادنو استازي ګډون لري.
د پاکستان ولسشمر ممنون حسين په دغو مراسمو کې وويل: ((زه ډېر خوشال يم، چې په کابل کې د نوروز په جشن کې ګډون کوم او دغه مراسم ډېر ښه جوړ شوي دي.))
هغه وويل، چې نوروز د همپالنې په مانا دى او هغو هېوادونو ته خوښي بښي چې ګډ فرهنګ لري.
هغه زياته کړه: ((د نوروز جشن ګډ نمانځل د سيمې د هېوادونو پيوستون ښيي او ګډ فرهنګ د خلکو د نږدې کولو يوه پياوړې وسيله ده.))
حسين وايي، د نوروز نړيوال جشن د دې لامل کېږي، چې د نوروز حوزې هېوادونه يو له بل سره نږدې شي او د ستونزو د لرې کولو لپاره يو له بل سره همکاري وکړي.
هغه زياته کړه، چې د دې سيمې هېوادونه ګډ تاريخ او فرهنګ او د سولې او هوساينې د راوستو لپاره ګډه غوښتنه او روحيه لري.
دى وايي: ((موږ کولاى شو چې سولې او هوساينې ته لاسرسى پيدا کړو، خو په دې شرط چې له موجوده ستونزو سره په ګډه مبارزه وکړو.))
هغه زياته کړه: ((پاکستان ژمن دى، چې له ټولو ګاونډيو هېوادنو سره ښه ګاونډيتوب ولري. موږ د هرې هغې هڅې ملاتړ کوو چې د سولې لپاره کېږي.))
د افغانستان ولسمشر حامد کرزي هم د دغو مراسمو په افتتاحيه وينا کې په سيمه ييزه کچه د سولې د ټينګښت او له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د سيمې د هېوادونو پر همکارۍ ټينګار وکړ.
د ايران او تاجکستان ولسمشرانو هم په دغو مراسمو کې ويناوې وکړې، چې وروسته به خپرې شي.
موسيقي، اتڼ، چوب بازي او ځينې نور تفريحي پروګرامونه هم د دغو مراسمو برخه و.
دغه مراسم نن سهار پيل شول او تر شاوخوا دوو بجو يې دوام درلود.
ټاکل شوې وه ياد مراسم د کابل په پغمان ولسوالۍ کې ترسره شي، خو چارواکو ويلي چې هلته د دغو مراسمو لپاره د جوړ شوي قصر کارونه نه دي بشپړ شوي.
دا د نوروز پنځم نړيوال جشن دى.
دغه مراسم وروسته له هغه ترسره کېږي چې ملګرو ملتونو نوروز د ”نړۍ معنوي ميراث“ وباله.
د نوروز نړيوال جشن په ١٣٨٩ او ١٣٩٠ کلونو کې په ايران، په ١٣٩١ کال کې په تاجکستان او په ١٣٩٢ کال کې په ترکمنستان کې ترسره شو.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن