ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې د پوليسو حمايوي مرکز ته نوې ودانۍ جوړه شوه

author avatar
27 Mar 2014 - 13:22
author avatar
27 Mar 2014 - 13:22

لښكرګا (پژواک ٧ ورى ۹۳): په هلمند كې د پوليسو د حمايوي مرکز نوې ودانۍ چې ۴۷ بلاكونه  لري او له نړيوالو معيارونو سره سمه جوړه شوې، ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

د دې ودانۍ د سپارلو پر مهال د هلمند والي تورن جنرال محمدنعيم  وويل، دغه ودانۍ چې د لښكرګاه ښار په اړوند د كارېز په سيمه كې  موقعيت لري،  پر لوړ كيفيت  جوړه  شوې ده.

د ده په خبره، تر دې مخکې  پوليسو په دې برخه كې ستونزې درلودې خو د دې ودانۍ په جوړېدو سره به يې ټولې  ستونزې  هوارې شي.

والي وويل، اوس مهال پوليس مسلكي شوي، د خپلو ځانګړو دندو سربېره  په جنګي تاكتيكونو كې هم برخه اخلي.

د دې ودانۍ د سپارلو پر مهال  د هلمند امنيه قوماندان پاسوال عبدالقيوم باقي زوى وويل، چې دغه ودانۍ د امريكا د متحده ايالتونو په مالي مرسته د ۲۳ ميليونه امريكايي ډالرو په لګښت د تېرو لسو مياشتو په موده كې د يوه تركي شركت له خوا جوړه شوې ده.

باقي زوى وايي، په دې ودانۍ كې ټول ۴۷ بلاكونه له نړيوالو معيارونو سره سم جوړ شوي، چې په كې د پوليسو لپاره د بېلابېلو برخو امكانات په پام كې نيول شوي دي.

د نوموړي په وينا، چې له همدغه كنډك څخه به د هلمند امنيه قوماندانۍ، د نيمروز ولايت پوليس،  د عامه نظم اومه لوا، د ٤٤٤ ځانګړې قطعه او ځينې نورې امنيتي ادارې سمبالېږي.

د هلمند د ولايتي شورا غړي علي احمدخان  وويل، په هلمند كې   پوليس اوس د مسلكي كېدو په حال كې دي.

نوموړي د پوليسو له مسوولينو غوښتنه وكړه، دغه ودانۍ او ټول امكانات په سمه توګه کاروي.

د دغه ولايت د مسوولينو په خبره، چې وړاندې تر دې په هلمند كې د پوليسو حمايوي مرکز ځانګړى ځاى نه درلود، چې له امله يې  له ګڼو ستونزو سره مخ وو.

 

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.