غزني (پژواک ٧ ورى ٩٣): چارواکي وايي، چې د غزني ښار په شوې چاودنې کې د ملي امنيت يو سرتېرى وژل شوى او ٣ نور ټپيان دي.
دغه چاودنه څو شېبې مخکې د غزنـي ښار د لويې څارنوالۍ ودانۍ ته څېرمه وشوه.
د غزني د والي وياند شيفق ننګ د وري په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دغه پېښه په دې سيمه کې د ځاى پر ځاى شوو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.
هغه وايي، د چاودنې هدف د ملي امنيت د سرتېرو موټر و، چې له سيمې تېرېده.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن