ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيا کې نوى فلم نندارې ته وړاندې شو

پکتيا کې نوى فلم نندارې ته وړاندې شو

author avatar
27 Mar 2014 - 14:37
پکتيا کې نوى فلم نندارې ته وړاندې شو
author avatar
27 Mar 2014 - 14:37

ګردېز (پژواک ٧ ورى ٩٣): په پکتيا ولايت کې د (تقدير) په نوم هنري فلم جوړ او نن (د وري ٧مه) نندارې ته وړاندې شو.

د ياد فلم د نندارې غونډه، چې د پکتيا د اطلاعاتو او کولتور رياست په تالار کې جوړه شوې وه، د دغه ولايت پر فرهنګيانو سربېره يو شمېر نورو خلکو برخه اخيستې وه.

دغه فلم په پکتيا کې د يو شمېر ځوانانو له خوا د شاوخوا يو کال په موده کې بشپړ شوی چې  د جنايتونو د مخنيوي، سولې ته کار او يو شمېر نورې موضعګانې په کې رانغاړل شوې دي.

د ياد فلم د مرکزي رول لوبوونکی او جوړوونکی محمد امين حيران وايي، چې  پر دغه فلم شاوخوا ۴ سوه زره افغانۍ لګښت راغلی، چې ټولې يې د فلم د کارکوونکو له خوا ورکړل شوې دي .

دی وايي، د فلم صحنې پر پکتيا سربېره په يو شمېر نورو ولايتونو او په ځانګړې توګه دکوزې پښتونخوا په ځينو سيمو کې ډکې شوې او د دغو سيمو لوبغاړو په کې برخه اخيستې ده.

حيران وايي، د دوی پر وړاندې لويه ستونزه د ښځينه لوبغاړو کمښت،مالي امکانات او د دولتي چارواکو نه پاملرنه ده.

د پکتيا د اطلاعاتو او کولتور رييس محمد شفا مشفق وايي، په پکتيا ولايت کې د دغه ډول فلم جوړېدل لويه لاسته راوړنه ده او جوړوونکو يې تر ډېره  اصول په کې مراعات کړي دي.

دی زياتوي، لکه  څومره چې لازمه ده دوی ورسره په هماغه اندازه مرسته نه ده کړې خو بيا يې هم د دغه فلم له جوړوونکو سره په ځينو برخو کې اسانتياوې برابرې کړې دي .

د مشفق په خبره په راتلونکي کې غواړي، چې د فلم صنعت ته وده ورکړي او په دې برخه کې فلم جوړوونکو ته ډول ډول امکانات برابر کړي.

د دغه فلم تر نشر وروسته يو شمېر لېدونکو وويل، چې دغسې فلمونه د افغاني ټولنې له کلتور سره په ټکړ کې نه دي او بايد وده ورکړل شي.

د پکتيا اوسېدونکي او د فرهنګي چارو يوه  فعال فريدالله احمدزي وويل، دغسې فلمونه خورا ګټور دي، چې د سولې پر مسايلو راڅرخي.

هغه وايي: ((فلم ډېر ښکلى و، موږ کولاى شول چې له خپلۍ کورنۍ سره يې هم وګورو ځکه زموږ له کلتور سره په ټکر کې نه و، دولت بايد دغسې فلمونو جوړولو ته وده ورکړي.))

د يادونې ده، د ياد فلم جوړوونکو له خوا د وطن زلمي، بازار، د لستوڼي مار په نومونو درې فلمونه جوړشوي وو، چې تقدير يې وروستی فلم دی .

Visits: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.