ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ځانمرګى موخې ته له رسېدو مخکې ونيول شو

ځانمرګى موخې ته له رسېدو مخکې ونيول شو

author avatar
27 Mar 2014 - 14:04
ځانمرګى موخې ته له رسېدو مخکې ونيول شو
author avatar
27 Mar 2014 - 14:04

کابل (پژواک ٧ ورى ٩٣): امنيتي چارواکي وايي، چې د يوه ځانمرګي بريدګر په ګډون يې دوه وسله وال ژوندي نيولي او ١٨ نورو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

چارواکي وايي، چې د دغو وسله والو پر ضد يې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې په لغمان، خوست، ميدان وردګو او پکتيکا ولايتونو کې عمليات ترسره کړي دي.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د وري په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن په دغه ولايت کې يو ځانمرګى بريد کوونکى هدف ته تر رسېدو مخکې ونيول شو.

ځواک وايي، د خالد فدايي په نوم دغه١٦ کلن ځانمرګى بريدګر، د مهترلام ښار اړوند د نالاوې په سيمه کې د ملي امنيت د ځواکونو له لوري ونيول شو.

په ورته مهال د ملي امنيت عمومي رياست وايي، چې دغه نيول شوي بريدګر غوښتل، چې د ياد ولايت په مرکز کې همدا نن ځانمرګى بريد ترسره کړي.

د دغه رياست له لوري په پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دغه بريد کوونکى د سيمې د استخباراتو په هڅونه غوښتل، چې بريد وکړي.

سرچينه وايي، چې ياد بريدګر په پاکستان کې د ځانمرګي بريد په برخه کې زده کړې ترلاسه کړې دي.

په ورته مهال د ٢٠٣ تندرقول اردو چارواکي وايي، چې د ظفر په نوم يې په بېلابېلو ولايتونو کې د عملياتو په ترڅ کې يو تن نيولى او ١٨ وسله والو ته يې مرګ ژوبله اوړلې ده.

د ياد قول اردو د عامه چارو د امريت له لوري د وري په ٧ پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې يې د خوست په عليشېرو ولسوالۍ کې د عملياتو په ترڅ کې ٧ وسله وال وژلي او٨تنه نور يې ټپيان کړي دي.

سرچينه وايي، په ورته مهال د پکتيا د زرمت ولسوالۍ په دغو عملياتو کې ٣ وسله وال وژل شوي او يو بل ژوندى نيول شوى دى.

په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د دغه قول اردو اړوندو کنډکونو، ورته عمليات په ميدان وردګو کې هم ترسره کړي چې زياتې وسلې او مهمات په کې ترلاسه شوي دي.

په بېلابېلو ولايتونو کې وسله والو د ممکنه بريدونو مخنيوى په داسې حال کې کېږي، چې کابل نن د يو ستر جشن شاهد دى.

د نوروز ورځې د نمانځنې په موخه دا مېله په ولسمشرۍ ماڼۍ کې ترسره کېږي، چې د يو شمېر ګانډويو هېوادونو ولسمشرانو او استازو په کې ګډون کړى دى.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.