ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې د نوروز نړيوال جشن پيل شو

کابل کې د نوروز نړيوال جشن پيل شو

author avatar
27 Mar 2014 - 09:14
کابل کې د نوروز نړيوال جشن پيل شو
author avatar
27 Mar 2014 - 09:14

کابل( پژواک ٧ ورى ٩٢): په کابل کې د نوروز د نړيوال جشن  مقدماتي مراسم  پيل شول او دا مهال په ارګ کې ملي اتڼوڼه دوام لري. 

چارواکيو مخکې ويلي و، چې دې مراسمو ته د ملګرو ملتونو د سرمنشى مرستيال او د ايران ، عراق ، تاجکستان ، ازبکستان ، ترکمنستان، قرغيزستان ، آذربايجان ، پاکستان ، هندوستان ، ترکيې ، قزاقستان او ارمنستان ولسمشران او يا نور لوړ پوړي چارواکي رابلل شوي دي.

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان تېره ورځ افغانستان ته راغلى.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د نورو مېلمنو د راتګ په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي ، خو تېره ورځ يې ويلي و چې د تاجکستان، ايران او پاکستان ولسمشران او د اذربايجان لومړى وزير او د ځينو نورو هېوادونو لوړپوړي چاراکي نن ( ٧ ورى ) کابل ته راځي.

دا مهال په ارګ کې ملي اتڼوڼه روان دي او ټاکل شوې چې ورپسې نور مراسم تر سره شي.

ټاکل شوې وه چې دغه مراسم د کابل په پغمان ولسوالۍ کې تر سره شي ، خو چاواکيو ويلي چې هلته ددې مراسمو لپاره د جوړې شوي قصر کارونه نه دي بشپړ شوي.

دا د نوروز پنځم نړيوال جشن دى .

دغه مراسم وروسته له هغه تر سره کيږي چې ملګرو ملتونو نوروز د” نړۍ معنوي ميراث “ وباله .

د نوروز نړيوال جشن په   ١٣٨٩ او ١٣٩٠  کلونو کې په ايران ، په  ١٣٩١ کا ل کې په تاجکستان او په ١٣٩٢ کال کې په ترکمنستان کې تر سره شو.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.