ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرزی: له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره سيمه ييزې همکارۍ ته اړتيا ده

کرزی: له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره سيمه ييزې همکارۍ ته اړتيا ده

author avatar
27 Mar 2014 - 13:39
کرزی: له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره سيمه ييزې همکارۍ ته اړتيا ده
author avatar
27 Mar 2014 - 13:39

کابل (پژواک ٧ ورى ٩٣): د افغانستان ولسمشر په کابل کې د نوروز د نړيوال جشن په مراسمو کې په سيمه ييزه کچه د سولې د ټينګښت او له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د سيمې د هېوادونو پر همکارۍ ټينګار وکړ.

 په دغو مراسمو کې د افغان چارواکو تر څنګ د ايران ولسمشر حسن روحاني، د پاکستان ولسمشر ممنون حسين، د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان، د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستيال، د اذربايجان، قزاقستان او ځينو نورو هېوادونو استازي ګډون لري.

ولسمشر حامد کرزي په دغو مراسمو کې وويل، د نوروز نړيوال جشن د دې لامل کېږي، چې د نوروز حوزې هېوادونه يو له بل سره نږدې شي او د ستونزو د لرې کولو لپاره يو له بل سره همکاري وکړي.

هغه زياته کړه: ((دغه جشن د همپالنې او سيمه ييزې پراختيا لپاره ښه پلمه او فرصت دى.))

کرزى وايي، تر هغه چې سيمه ييزه همکاري موجوده نه وي د دې سيمې هېوادونه نه شي کولاى چې له ترهګرۍ او نورو موجوده ستونزو سره مبارزه وکړي.

هغه زياته کړه: ((زما هيله دا ده، چې له يو بل سره همکاري وکړو، تر څو په دې سيمه کې امنيت او سوله ټينګه شي.))

کرزى وايي، سره له دې چې د دې سيمې هېوادونه د نړۍ په غني برخه کې پراتې دي ، خو د ځينو ستونزو له امله يې لازم پرمختګ نه دى کړى.

ده وويل، چې د افغانستان خلک د نوروز په جشن کې له کوره بهر وځي، سمنک او هفت مېوې جوړوي، نوي کالي پر تن کوي او په کابل، بلخ او نورو سيمو کې مېلې جوړوي.

موسيقۍ، اتڼ، چوب بازي او ځيني نور تفريحي پروګرامونه هم د جشن د دغو مراسمو برخه وو.

ټاکل شوې وه، چې ياد مراسم د کابل په پغمان ولسوالۍ کې ترسره شي، خو چارواکو ويلي ، چې هلته د دغو مراسمو لپاره د جوړ شوي قصر کارونه نه دي بشپړ شوي.

دا د نوروز پنځم نړيوال جشن دى.

د نوروز د نړيوال جشن مراسم وروسته له هغه ترسره کېږي چې ملګرو ملتونو نوروز د ”نړۍ معنوي ميراث“ وباله.

د نوروز نړيوال جشن په ١٣٨٩ او ١٣٩٠ کلونو کې په ايران، په ١٣٩١ کال کې په تاجکستان او په ١٣٩٢ کال کې په ترکمنستان کې ترسره شو.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.