ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

١٤ طالبان او دوه پوليس ووژل شول

١٤ طالبان او دوه پوليس ووژل شول

author avatar
28 Mar 2014 - 12:20
١٤ طالبان او دوه پوليس ووژل شول
author avatar
28 Mar 2014 - 12:20

فراه (پژواک ۸ ورى ۹۳): د فراه چارواکي وايي، چې د دې ولايت په خاک سفيد ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبان ترمنځ نښته کې ۱۴ طالبان او دوه پوليس وژل شوي دي.

د فراه امنيه قوماندان بريدجنرال محمد رزاق يعقوبي پژواک خبري اژانس ته وويل، تېره ورځ ماسپښين يوه بجه د خاک سفيد ولسوالۍ د غورچي او ننګ اباد په سيمو کې وسله والو طالبانو د پوليسو پر پوستو بريد وکړ، چې د شپې تر ۷ پورې نښتې دوام وکړ.

ده زياته کړه، په دې جګړه کې ۱۴ طالبان وژل شوي او شپږ کسان يې ټپيان دي. دغه راز درې کلاشينکوفونه د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.

د هغه په وينا، په ياده نښته کې دوه ملي پوليس هم وژل شوي دي.

خو د خاک سفيد ولسوال عبدالخالق نورزي بيا پژواک ته وويل، کله چې وسله والو طالبانو په غورچي کې د سيمه ييزو پوليسو او په ننګ اباد کې د ملي پوليسو پر پوستو بريد وکړ، د دولتي ځواکونو په ملاتړ الوتکې راغلې او پر طالبانو يې بمبار وکړ.

د ده په خبره، په شپږ ساعته جګړه کې ۱۲ طالبان وژل شوي، چې جسدونه يې په سيمه کې پراته دي او شپږ کسان يې ټپيان دي.

نورزى وايي، په دې جګړه کې دوه ملي پوليس وژل شوي او درې تنه يې ټپيان دي.

د غورچي کلي ته نږدې د نالي دښت د کلي اوسېدونکي محمدالله پژواک وويل، چې تېره شپه په جګړې کې د الوتکو له خوا د بمبار ډېر غږونه يې اورېدلي دي.

دى زياتوي، په دې جګړه کې دوه طالبان چې د نالي دشت د کلي اوسېدونکي وو، وژل شوي دي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.