ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرپل کې د ټاکنو ساحوي ناظم وهل شوى

سرپل کې د ټاکنو ساحوي ناظم وهل شوى

author avatar
29 Mar 2014 - 15:21
سرپل کې د ټاکنو ساحوي ناظم وهل شوى
author avatar
29 Mar 2014 - 15:21

سرپل (پژواک ٩ ورى ٩٣): د سرپل د ټاکنو کمېسيون د خپل يوه ناظم د وهل کېدو په اړه اندېښنه ښودلې او د دغه کار عاملينو ته يې د سزا غوښتنه کړې ده.

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون رييس عبدالرحمن فريد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره ورځ يو ساحوي ناظم د ورکشاف دايرولو لپاره بلخاب ولسوالۍ ته روان و، چې د زرواکو له خوا په بېرحانه ډول وهل ډبول شوى او د سر او صورت په برخو کې ټپي دى.

هغه زياته کړه، چې دغه ساحوي ناظم سيدعلي نومېږي او اوسمهال د بلخاب په روغتون کې بستر دى.

د سرپل امنيه قوماندان پاسوال نورحبيب ګلبهاري وويل، چې د ټاکنو د دغه ناظم د وهلو ډبولو په تړاو يې شپږ کسه نيولي دي.

خو د سرپل ولايت د ټاکنو خپلواک کمېسيون رييس وويل، تر څو چې د دې پېښې عاملين د څېړنو لپاره ژر تر ژره د سرپل مرکز ته ونه لېږدول شي، نو امکان لري، چې په بلخاب کې ټاکنې ونه شي.

هغه زياته کړه، چې ناقانونه کسانو ساحوي ناظم له دې امله ډبولى، چې ولې يې په دې ولسوالۍ کې د ټاکنو په ورځ د دوى د خوښې کسان د رايې ورکونې په مرکز کې نه دي ګومارلي.

يوې ځايي سرچينې د نوم نه اخيستو په شرط ادعاوکړه، چې زورواکي د ولسمشرۍ د کانديد ډاکتر عبدالله عبدالله د دويم مرستيال محمدمحقق د پلوي، مجاهدزاده کسان دي.

خو د سرپل امنيه قوماندان  په ياده پېښه کې د دغه پخوايي ځايي قوماندان لاس لرل رد کړل.

د ويلو ده، تېره اونۍ د باميانو ولايت په ورث ولسوالۍ کې هم د غلام علي اشنا په نوم د ټاکنو يو ساحوي ناظم د سرهنګ وفا په نوم د يوه ځايي قوماندان د وسله والو له خوا ووهل شو او د ټاکنو کمېسيون ځايي چارواکو وويل، چې دغه کار به د ټاکنو پر  پروسه منفي اغېز وکړي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.