ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سعادت: زور واکي راتلونکې ټاکنې ګواښي

سعادت: زور واکي راتلونکې ټاکنې ګواښي

author avatar
29 Mar 2014 - 17:25
سعادت: زور واکي راتلونکې ټاکنې ګواښي
author avatar
29 Mar 2014 - 17:25

 کابل (پژواک، ٩ ورى ٩٣): په داسې حال کې، چې د ټاکنو تر سره کېدو ته له يوې اونۍ کم وخت پاتې دى، د ټاکنيزو شکايتونو خپلواک کمېسيون ددې ملي پروسې پر وړاندې له شته جدي ننګونو خبردارى ورکوي.

 ددې کمېسيون رييس عبدالستار سعادت نن په کابل کې د ولسمشرۍ کانديدانو او سياسي ګوندونو استازو ته د معلومات ورکولو په  يوه خبري غونډه کې وويل، چې نا امني د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د ټاکنو پر وړاندې تر ټولو ستره ننګونه ده.

 هغه زياته کړه، په هغو ځايونو کې چې امنيت نه وي، ورڅخه څارنه ګرانه ده او چېرته چې د خلکو ګډون او څارنه  نه وي، نو تقلب او سرغړونو ته زياته زمينه مساعده وي.

   سعادت په افغانستان کې د زورواکو  شتون د ټاکنو پر وړاندې د يوې بلې ننګونې په توګه ياد  او زياته يې کړه:” افغانستان اوږد مهاله جګړې تجربه کړې او موږ لا هم ددې جګړو قربانيان يوو، زوراکي اوس هم په يوه ډول پاتې دي، چې هڅه کوي، د ديموکراسۍ په کارولو او  سرغړونې سره په واک کې پاتې شي.”

  د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون رييس وايي، له بده مرغه د تېرو ټاکنو تجربې، بريالۍ نه وې ، تقلب، سرغړونې او د قانون ماتولو پېښې په کې دومره پراخه وې، چې د راتلونکو ټاکنو پر وړاندې يې هم بې باوري رامنځته کړېده.

 نوموړي په ټاکنو کې له دولتي امکاناتو ګټه اخيستنه بله ننګونه وبلله او ويې ويل:” موږ پوهېږو، چې په ټاکنو کې له دولتي امکاناتو ګټه اخيستنه دوام لري، يو، دوه يا درې کانديدان نه دي،چې له دولتي امکاناتو کار اخلي، بلکې له دې نه زيات دي، يواځې يو يا دوه دي ، چې له دولتي امکاناتو ګټه نه اخلي.”

خو هغه زياته کړه، چې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون په ټاکنو کې د دولتي امکاناتو څخه د ګټه اخيستنې د مخنيوي لپاره ګامونه اوچت کړي او په دې برخه کې د کانديدانو، د مدني ټولنې دغړو، ګوندونو او خلکو همکاري اړينه ده.

 د ټاکنيزو شکايتونو خپلواک کمېسيون کميشنر عزيزالله اريافر په دې خبري غونډه کې وويل، چې وسله وال مخالفين له امنيتي  ځواکونو سره د مخامخ کېدو وړتيا نه لري، بلکې  د ټاکنو په درشل کې د ويجاړوونکو بريدونو په تر سره کولو سره نا امني جوړوي.

هغه زياته کړه:(( په هغه صورت کې ‎، چې يوه ځواکمنه اداره نه وي ، نو امکان لري، چې نا امنۍ په ټوله کې موږ له ننګونو سره مخ کړي.))

اريافر زياته کړه، چې راتلونکې ټاکنې به په استثنايي حالاتو کې استثنايي ټاکنې وي ، چې په بريا سره تر سره کېدل يې ګډو اقداماتو او ملي استثنايي عزم ته اړتيا لري.

 د ټاکنيزو شکايتونو خپلواک کمېسيون کمېشنر وويل:” د افغانستان دښمنان غواړي، چې افغانستان شاته ستون کړي او ټاکنې تر سره نه شي، افغانستان د اساسي قانوني له مسير څخه منحرف کړي او د بې نظمۍ او ظلم لپاره زمينه مساعده شي.”

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ په دارالامان سړک کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون ساحوي دفتر باندې شوي ځانمرګي بريد مرګ ژوبله او زيانونه واړول او نن په کابل کې ددې کمېسيون مرکزي دفتر هم له ورته برخليک سره مخ شو.”

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.