ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ټاکنو پر کمېسيون بريد د پنځو بريدګرو په وژل کېدو پاى ته ورسېد

د ټاکنو پر کمېسيون بريد د پنځو بريدګرو په وژل کېدو پاى ته ورسېد

author avatar
29 Mar 2014 - 12:50
د ټاکنو پر کمېسيون بريد د پنځو بريدګرو په وژل کېدو پاى ته ورسېد
author avatar
29 Mar 2014 - 12:50

څلورم تعقيب – کابل (پژواک ٩ ورى ٩٢): د  کورنيو چارو وزارت وايي، چې د ټاکنو پر خپلواک کمېسيون پيل شوى بريد د پنځو بريدګرو په وژل کېدو پاى ته ورسېد.

يو شمېر وسله والو مخالفينو د وري په ٩مه  د غرمې په شاوخوا دوولس نيمو بجو د کابل -جلال اباد پر لويه لاره د نهمې امنيتي حوزې اړونده د څرخي پله په سيمه کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون پر دفتر بريد وکړ .

د کورنيو چارو وزارت مرستيال ايوب سالنګي د پېښې په ځاى کې خبريالانو ته وويل ، چې دغه بريد تر پنځو ساعتونو وروسته په شاوخوا پنځه نيمو بجو د پنځو بريدګرو په وژل کېدو پاى ته ورسېد.

هغه زياته کړه، چې بريدکوونکي په چادريو کې راغلي وو او د ټاکنو د کمېسيون په نږدې سل مترۍ کې يوې ودانۍ ته ختلي وو.

د سالنګي په وينا، بريد کوونکي له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې ښکېل شول او په دې نښته کې يواځې دوه پوليس برسېرن ټپيان شوي دي.

دى وايي ، چې وسله والو د ټاکنو پر کمېسيون يواځې يو راکټ فير کړى و، خو نور يې د سپکو وسلو  ډزې کولې.

تر دې مخکې د کابل امنيه قوماندان پاسوال محمدظاهر پژواک اژانس ته وويل، چې نن له غرمې وروسته دوولس نيمې بجې ځينې وسله وال په نهمه امنيتي حوزه کې د ټاکنو له کمېسيون سره په خوا کې يوې ودانۍ ته ننوتلي  .

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون وياند نورمحمد نور وايي، چې دوى خپل ټول کارکوونکي خوندي ځاى ته استولي او ټاکنيزو توکو ته هم کوم زيان نه دى اوښتى.

کومې ودانۍ ته چې وسله وال ننوتلي وو، د ولسمشرۍ کانديد ګل اغا شېرزي د ټاکنيز کمپاين لپاره په کرايه نيولى و .

ددې ودانۍ مالک حاجي محب پژواک اژانس ته وويل، چې دې ودانۍ ته د ښځو له چادريوپه ګټې اخيستو څلور بريد کوونکي د ننه شوي وو.

حاجي محب زياته کړه: “درې ساتونکي پکې و، يو يې بهر او دوه نور د ودانۍ په داخل کې وو. دروازې تړلې وې، کله چې وسله والو مخالفينو دروازه په ګوتې سره ووهله نو ګارډ ويني، چې په چادرۍ کې ځينې کسان ولاړ دي. دوى ساتونکى له نيولو وروسته له ځان سره داخل ته بوت.”

نوموړي زياته کړه، د ده کور درې پوړيز دى او چا په کې ژوند نه کاوه، يواځې درېيو ساتونکو هلته شتون درلود.

حاجي محب زياتوي، د ودانۍ درې واړه ساتونکي له دې پرته چې کوم زيان ورته واوړي، له ودانۍ وتلي دي.

هغه زياتوي، امنيتي چارواکو له دې وړاندې ورته ويلي و، چې کېداى شي دې ودانۍ ته بريدګر ورشي.

نوموړي وويل: “حکومت او حوزې څو ځلې ويلي و، چې موږ ته خبر رسېدلى، چې دغه کور ته ځانمرګي ورننوځي، زه لاړم او هغوى ته مې وويل، چې د ټاکنو ترسره کېدو پورې دې په دې ودانۍ کې پوليس ځاى پر ځاى کړي او يا هم موږ ته وسله راکړئ. هغوى نه موږ ته وسله راکړه او نه يې په کې پوليس ځاى پر ځاى کړل.”

عيني شاهدان وايي ، چې په دغه پنځه ساعته جګړه کې وسله والو دسپکو وسلو کارولو ترڅنګ شاوخوا ١٥ د راکټ فيرونه هم کړي، چې يو شمېر يې د ټاکنو پر ودانۍ لګيدلي دي.

په تېره يوه اونۍ کې دا دويم ځل دى، چې په کابل کې د ټاکنو پر دفتر بريد کېږي، د تېرې سه شنبې په ورځ د کابل په دارالامان سيمه کې هم د ټاکنو پر يوه سيمه ييز دفتر بريد شوى و، چې له امله يې يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

دغه راز تېره ورځ ناوخته د کابل په کارته سه سيمه کې د بهرنيو وګړو پر يوه مېلمستون هم ډله ييز بريد شوى و، چې له امله يې ديوې ماشومې په ګډون دوه تنه مړه او پنځه ژوبل شوي وو.

ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون پر مرکزي دفتر او د کابل ښار د درېيمې کارتې په سيمه کې پر يو بهرني مېلمستون بريدونه په کلکو ټکو غندلي دي.

له ارګ څخه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر دغه ترهګريز بريدونه د بهرنيو استخباراتي کړيو يرغل وباله، چې غواړي د دا ډول بريدونو په ترسره کولو سره افغانستان بې ثباته او د جمهوري رياست د ټاکنو پروسه تخريب کړي.

حامد کرزي څرګنده کړې چې دغه ډول تروريستي بريدونه به هېڅکله هم د افغانستان خلک د خپل سياسي زعامت د ټاکنې لپاره په انتخاباتو کې له ګډون او په هغو کې د خپلې ارادې له تمثيل څخه منع نه شي کړای، بلکې په ميليونونو افغانان به د رايې اچونې مرکزونو ته لاړ شي او د هېواد د نوي ولسمشر او د ولايتي شوراګانو د غړو د ټاکلو لپاره به خپله رايه وکاروي.

ولسمشر کرزي ټينګار کړى چې ټاکنې به په ټاکل شوې نېټه ترسره شي او د افغانستان د سولې او ثبات دښمنان به هېڅکله هم افغانان په دغه ملي او ولسواک بهير کې له ګډون څخه منصرف نه کړي.

سرچينه زياتوي، حامد کرزي اړوندو چارواکو ته لارښوونه وکړه، چې د هغې ځوانې نجلۍ له کورنۍ سره بيړنۍ مرستې وکړي، چې د سولې د بنياد پر مېلمستون باندې په پروني بريد کې وژل شوې ده.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.