کندهار ( پژواک، ٩ ورى ٩٣ ) : ټاکل شوې ده، چې په کندهار ولايت کې د سوېلي حوزې په کچې يو ٣٥٠ بستريز روغتون جوړ شي.
د ياد شوي روغتون د جوړولو د چارو د پيلولو په موخه د عامې روغتيا وزيرې ډاکټر ثريا دليل د وري په ٩مه، د يوه پلاوي په مشرۍ کندهار ولايت ته سفر کړى و، چې پکې د دغه وزارت د ساختماني چارو رييس انجنير سعيد، د اداري څانګې رييس احمدشاه خروټي، د ولسي جرګې غړې فريبا احمدي کاکړ، د مشرانو جرګې غړې رڼا ترين او يو شمېر نور چارواکي شامل وو.
د روغتون د بنسټ د ډبرې د ايښودلو پر مهال ډاکټر ثريا دليل وويل، دغه ٣٥٠ بستريز روغتون د کندهار ښار په عينو مېنه کې په ١٧٣ جريبه ځمکه کې جوړېږي، چې د افکو کمپنۍ له خوا ورکول شوې ده.
هغې زياته کړه، د روغتون پر جوړېدو ٩،٢ ميليونه امريکايي ډالر لګښت راځي او په څلور پوړه کې به په څلورو کلونو کې جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
د دې په خبره، د ٣٥٠ بستره لرونکى دغه روغتون به يواځې د کندهار لپاره نه، بلکې د سوېلې حوزې په کچه مهم روغتون وي، چې د ياد ولايت تر څنګ به پکې د هلمند، اروزګان، زابل او نږدې نورو ولايتونو د ناروغانو درملنه کېږي.
د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا د عامې روغتيا له وزيرې او د کابينې له نورو غړو مننه وکړه، چې په دغه ولايت کې يې د دومره لوى روغتون جوړېدل منظور کړل.
هغه زياته کړه، په کندهار کې له ډېره وخته دغسې يوه روغتون ته اړتيا ليدل کېدله، ځکه په دغه ولايت کې ميرويس حوزوي روغتون د ډېرو ناروغانو د درملنې وړتيا نه لرله.
والي دغه راز له افکو کمپنۍ او د عامې روغتيا له رييس ډاکټر عبدالقيوم پخلا څخه هم مننه وکړه، چې د دغه روغتون د منظورۍ لپاره يې ستړياوې پر ځان ومنلې.
د کندهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبدالقيوم پخلا په دغه ولايت کې د ٣٥٠ بستريز روغتون جوړېدل د سوېلي زون د ولايتونو د اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدماتو په برخه کې يوه لويه لاسته راوړنه وګڼله.
هغه وويل، اوسمهال ميرويس حوزوي روغتون د ټولې حوزې په کچه روغتيايي خدمات وړاندې کوي، خو دا چې د عادي ناروغانو تر څنګ کله نا کله د جګړې، ماينونو او ترافيکي پېښو ټپيان زيات وي، نو دغه روغتون په يوه وخت د ټولو ناروغانو درملنې ته رسيدګي نه شي کولاى.
هغه خبر ورکړ، چې د دغه روغتون له جوړېدو سره به د ناروغانو پر وړاندې شته ستونزې حل شي او د روغتيايي خدماتو په کيفيت او څرنګوالي کې به هم ښه والى راشي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن