مهترلام، خوست (پژواک ١٠ ورى ٩٢): د لغمان د اليشنک پر ولسوال د ماين په چاودنه کې د ده په ګډون درې تنه ټپيان شوي او په خوست کې د ورانکارو کړنو د ترسره کولو په موخه ١٢ تنه نيول شوي دي.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن ماښام په شاوخوا ٧بحو د اليشنګ ولسوال سعدالله بهبود خپل کور ته خواته روان و، چې د لغمان د مرکز اړوند په سلطان غازي بابا ښارګوتي کې پرې د چسپکي ماين چې د ده پر موټر نښلول شوى و، چاودنه شوې ده.
د هغه په وينا، په دې پېښه کې په خپله ولسوال، د هغه يو ساتونکى او موټرچلوونکى ټپيان شوي، چې د درملنې لپاره ولايتي روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.
د يو بل خبر له مخې، چارواکي وايي، چې د خوست ولايت په بېلابېلو سيمو کې ١٢ تنه، چې غوښتل يې د ټاکنو په ورځو کې ورانکاري کړنې ترسره کړي، نيول شوي دي.
د خوست د والي وياند مبارز ځدراڼ نن د يوې خبري ناستې پرمهال وويل، دغو کسانو پلان درلود چې ټاکنې ګډې وډې کړي، خو امنيتي ځواکونو د خوست په صبريو، عليشېر او تريزايي او د ګربزو ولسوالۍ په سرحدي سيمه غلامان کې نيولي دي.
هغه زياتوي، له دې کسانو سره يې دوه موټر، درې موټرسايکلونه، درې راکټ انداز، ګڼ شمېر مقناطيسي بمونه، د ځانمرګي بريد يو واسکټ، اووه تومانچې او ځينې نور په جنګ کې کارېدونکي توکي هم نيولي دي.
د والي وياند وايي، له يادو کسانو سره يې سلګونه شپې پاڼې هم نيولي، چې د ټاکنو د ګډوډولو لپاره په کې خلکو ته خبرداری ورکړل شوی، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو په ټاکنو کې له ګډون څخه ډډه وکړي.
ټاکل شوې ده، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د وري په ١٦مه ترسره شي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن