فراه (پژواک ١٠ ورى ٩٣): وسله والو په مشرانو جرګه کې د فراه د استازي او ولايتي شورا د کانديد ګل احمد اعظمي ساتونکى په فراه ښار کې پر ډزو وواژه.
ګل احمد اعظمي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دوو ناپېژانده موټرسايکل سپرو نن نږدې غرمه مهال يې ساتونکى (محمدجواد) د فراه ښار د لومړۍ ناحيې په سيمه کې د ده د کمپاين د دفتر مخې ته پر ډزو وواژه.
ده بريد کوونکي د ديموکراسۍ دښمنان وبلل او ويې ويل چې دواړه په تېښته بريالي شوي دي.
د فراه د والي مرستيال محمديونس رسولي هم وويل، چې ياد دواړه بريدکوونکي تښتېدلي او د محمدجواد کلاشينکوف يې هم له ځان سره وړى دى.
هغه وايي، چې امنيتي ځواکونه د يادو کسانو د نيولو په هڅه کې دي.
د دغه بريد مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.
دا لومړى ځل دى چې په فراه کې د وري په ١٦مه د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د کانديدانو پر اړوند کسانو بريد کېږي.
د فراه د ولايتي شورا د نهو څوکيو لپاره ٣٠ تنو ځانونه کانديد کړي دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن