ميدانښار (پژواک ۱۱ ورى ۹۳): ملي دفاع وزير وايي چې د افغانستان په ټولو ترهګريزو کړنو کې د پاکستان استخبارات لاس لري.
د ملي دفاع وزير ستر جنرال بسم الله محمدي دغه څرګندونې د وري په ١١مه ميدان وردګو
ولايت ته د سفر پر مهال يوې امنيتي غونډې ته کړې دي.
د دغه ولايت د والي وياند عطاء الله خوګياڼي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې محمدي د ټاکنو ترسره کېدو په موخه د دغه ولايت له امنيتي حالت څخه د ليدنې په موخه راغلى و.
د ملي دفاع وزير په هېواد کې د نا امنيو وروستيو پېښو ته په اشارې سره وويل، چې د پاکستان استخبارات په دې پېښو کې لاس لري او هڅه کوي، د ټاکنو پروسې امنيتي وضعيت له ستونزو سره مخ کړي.
جنرال محمدي چې د دغه ولايت په مقام کې يې له والي عبدالمجيد خوږياڼي او نورو کورنيو او بهرنيو ځواکونو سره د ټاکنو د ښې ترسره کېدو په موخه د امنيتي وضعيت په اړه څېړنه کوله وويل، چې امنيتي قواوو په ټول ځواک سره هڅه پيل کړې، څو ټاکنو ته ښه امنيتي تدابير ونيسي .
د ملي دفاع وزير د دغه ولايت له والي او امنيتي مسوولينو سره ژمنه وکړه، چې د ٢٤ ساعتونو په ترڅ کې به يو شمېر ځانګړي افغان ځواکونه هم دغه ولايت ته راولېږدوي، ترڅو له نورو امنيتي قواوو سره همکاري وکړي.
د ميدان وردګو والي عبدالمجيد خوږياڼي د ملي دفاع وزير ته ډاډ ورکړ، چې په دغه ولايت کې د امنيتي ځواکونو ترمنځ د ښې همغږۍ له امله ډاډ من دي او ټاکنې به پرته له کومې امنيتي ستونزې ترسره شي .
هغه همدا راز ډاډ څرګند کړ، چې په ولايت کې ټولې نظامي او ملکي ادارې د رڼو ټاکنو د ترسره کېدو هلې ځلې کوي .
په دغه ولايت کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر انجنير نورالله وويل، چې تر دې مهاله دوی په دغه ولايت کې له هېڅ امنيتي ګواښ سره مخ نه دي.
ټاکل شوې د ولايتي شوراګانو او ولسمشرۍ ټاکنې د راتلونکې شنبې په ورځ د وري په ١٦مه ترسره شي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن