ترينکوټ (پژواک ١١ ورى ٩٣): د اروزګان اوسېدونکي وايي، د دولتي برېښنا د نشتوالي له امله اړ دي، چې له خصوصي شرکتونو په لوړه بيه ډېزلي برېښنا وپېري.
د دوى په وينا، په دغه ولايت کې د خصوصي شرکتونو د يوه کيلوواټ برېښنا بيه ٢٢٠ کلدارې ده.
د اروزګان د مرکز ترينکوټ اوسېدونکى محمدجمال پژواک ته وويل،د دولتي برېښنا د نشتوالي له امله له جنراتوري برېښنا ګټه اخلي.
هغه وايي: ((له تېرو اوو مياشتو راهيسې دولتي برېښنا نشته او موږ د خصوصي شرکتونو له ډېزلي برېښنا ګټه اخلو، چې يو کيلوواټ يې په ٢٢٠ کلدارې دى.))
د ترينکوټ اوسېدونکي محمدنادر پژواک ته وويل، د برېښنا رياست له تېرو څو مياشتو راهيسې په ترينکوټ کې د برېښنا د بيا فعالېدو ژمنې کوي، خو تر اوسه يې عملي اقدام نه دى کړى.
په ورته مهال په اروزګان ولايت کې د برېښنا د يوه خصوصي شرکت مشر حاجي عبدالمنان پژواک ته وويل، چې د مشترياتو د کموالي او مصارفو د زياتولي له امله د ډيزلي برېښنا قيمت لوړ دى.
هغه وايي: (( موږ شرکت د ٤٠ کيلو واټه برېښنا ظرفيت لري، خو مشتريان کم دي ، د تېلو مصارف پرې هم نشوو پوره کولاى.))
له بلې خوا د اروزګان د برېښنا رييس عبدالسمېع شرافت پژواک ته ومنله، چې له تېرو اوو مياشتو راهيسې د ترينکوټ پر ټولو ښاريانو برېښنا قطع شوې ده.
د نوموړي په وينا، د دغه کار لامل دا دى ، چې دوى د برېښنا د سيستم پر رغولو بوخت دي.
د شرافت په وينا، تر څو چې د ترينکوټ اوسېدونکو ته نوي مېترونه ونه لګول شي، نه شي کولاى خلکو ته برېښنا ورسوي.
نوموړي د برېښنا سيستم د رغولو پروژې د ټوليز لګښت او څرنګوالي په تړاو ډېر څه ونه ويل، خو يادونه يې وکړه، چې د برېښنا سيستم په رغولو سره به د دغه ولايت د دولتي برېښنا ظرفيت لوړ شي.
د اروزګان ولايت شاوخوا زر کيلو واټه دولتي برېښـنا لري، چې هغه هم له دولتي ډېزلي جنراتورنو ترلاسه کېږي.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن