لښکرګاه-غزني (پژواوک ١١ ورى ۹۳): چارواکي وايي، چې په هلمند او غزني ولايتونو کې د ځينو امنيتي پېښو په پايله کې د دوو ماشومانو په ګډون شپږ تنه وژل شوي او ٤ نور ټپيان دي.
د هلمند د نوزاد ولسوال سيد مراد سادات د وري په ١١ پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن غرمه د يادې ولسوالۍ د جازي په سيمه کې د ماين چاودنې درې تنه وژلي او يو بل ټپي دى.
د ده په خبره، دغه چاودنه هغه مهال، چې ياد کسان موسي کلا ولسوالۍ ته پر لاره وو، رامنځته شوې ده.
بلخوا د موسى کلا ولسوال محمد شريف وايي، چې د پېښي قربانيان کوچيان دي.
د يو بل خبر له مخې، د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونوال عبدالاحد چوپان وايي، چې د ګرشک ولسوالۍ په ده ادم خان سيمه کې د ماين چاودنې يو ملکي وګړى وژلى دى.
دغه راز د غزني چارواکي وايي، چې د دغه ولايت د قره باغ په ولسوالۍ کې د طالبان له لوري د يوه توغول شوي هاوان د لګېدو له امله دوه ماشومان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
د غزني د والي وياند شفيق ننګ د وري په ١١مه پژواک ته وويل، چې دا پېښه نن له غرمې وروسته د يادې ولسوالۍ د موسى والو په سيمه کې رامنځته شوې ده.
د والي وياند وايي، په دې پېښه کې يوه نجلۍ او بل هلک، چې عمرونه يې تر لسو کلونو کم دي، وژل شوي دي.
د يادونې ده، څو ورځې مخکې هم د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې پر يوه کور د وسله والو د يوه راکټي بريد په پايله کې د مېرمنو او ماشومانو په ګډون ٣ تنه وژل شوي وو او څلور نور ټپيان وو.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن