ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د وکيلانو پر ناسوبتيا نيوکې وشوې

د وکيلانو پر ناسوبتيا نيوکې وشوې

author avatar
31 Mar 2014 - 15:29
د وکيلانو پر ناسوبتيا نيوکې وشوې
author avatar
31 Mar 2014 - 15:29

کابل (پژواک ١١ ورى ٩٣): د ولسي جرګې ځينې غړي نيوکه کوي، چې د دې جرګې يو شمېر غړي پر ټاکنيزو کمپاينونو بوخت دي او د ناسوبتيا له امله يې جرګه پرېکړې نه شي کولاى.

د ولسي جرګې له ٢٤٦ تنه غړو څخه نن د جرګې په عمومي غونډه کې ١٢تنه حاضر وو.

د ولسي جرګې رييس عبدالرووف ابراهيمي، لومړي مرستيال صديق احمد عثماني او نايب منشي عرفان الله عرفان هم په نننۍ غونډه کې حضور نه درلود.

په ولسي جرګه کې د کابل استازې نظيفې ذکي د دې جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې وويل، چې په دې حساسو شرايطو کې د جرګې ډېر غړي پر ټاکنيزو کمپاينونو بوخت دي.

ذکي وايي: ((په دې دريو کلونو کې، چې زه وکيله يم ځيني وکيلان دوه يا درى ځلې هغه هم د استيضاح او يا وزيرانو ته د رايې ورکولو په غونډو کې حاضر وو، نور مې نه دي ليدلي، که دوى وکالت ته اړتيا نه لري، نو استعفا دې ورکړي، تر څو بل څوک راشي او خلکو ته خدمت وکړي.))

ذکي وايي، چې د افغانستان خلک له خپلو استازو ډېرې هيلې لري ، تر څو د ټاکنو په درشل کې د ټاکنو پر پروسې کاملاً څارنه ولري، خو په نننۍ غونډه کې لږ شمېر کسان حاضر دي.

هغې زياته کړه: ((د دوى د نه شتون له امله موږ نه شو کولاى په دغه حساس وخت کې کومه پرېکړه وکړو.))

په ولسي جرګه کې د پرېکړو لپاره د لږ تر لږه ١٢٥ تنو ګډون ته اړتيا ده.

د ذکي په وينا، دا د جرګې د اداري پلاوي ضعف دى، چې د جرګې غړي غونډو ته نه حاضريږي، د جرګې اداري پلاوى بايد د جرګې پر غير حاضرو غړو د داخلي دندو له اصولو سره سم چلند وکړي.

د جرګې د داخلي دندو د اصولو له مخې، د جرګې له غړو دې د غيرحاضرۍ د ورځو تنخوا وګرځول شي او نومونه دې يې د رسنيو له لارې خپاره شي.

په ياده جرګه کې د کوچيانو استازي محمديوسف صابر هم وويل، چې د جرګې غړي د ولسمشرۍ د کانديدانو لپاره پر ټاکنيزو کمپاينونو بوخت دي او غونډو ته نه حاضريږي.

هغه زياته کړه: ((موږ ټول د يو نه يو کانديد تر شا ولاړ يو خو زموږ دغه يو پيغام، که موږ رښتني وکيلان وو زموږ موکلينو ته کفايت کوي، چې ورته و وايو، چې چا ته رايه ورکړي.))

ده وويل، باوري نه دى، چې د ټاکنو تر ورځې دې د جرګې ډېر غړي غونډو ته حاضر شي ، خو اداري پلاوى بايد پر وکيلانو فشار راوړي، چې له ټاکنو وروسته غونډو ته حاضر شي.

په ياده جرګه کې د کندوز استازې شکريې پيکان هم د ولسي جرګې د غړو پر نه شتون نيوکه کوي او وايي: “د شرم او خجالت ځاى دى، چې په دې حساس وخت کې د جرګې غړي په غونډو کې ګډون نه کوي.”

د ده په وينا، خلکو په سختو شرايطو کې د جرګې غړو ته رايه ورکړې، نو ځکه بايد د جرګې غړي د خلکو په خدمت کې وي.

خو د ده په اند که د جرګې وضعيت همداسې دوام وکړي او هره ورځ يې نصاب نه وي پوره، نو خلکو ته د خدمت تمه ترې نه شي کېداى.

په ياده جرګه کې د ميدان وردګو استازى غلام حسين ناصري هم د وکيلانو پر ناسوبتيا نيوکه کوي او وايي: “هماغه شان، چې د طالبانو کړنې د غندلو وړ دي د جرګې غونډو ته د وکيلانو نه راتګ هم د غندلو وړ دى.))

د ولسي جرګې دويم مرستيال صالح محمد سلجوقي، چې نننۍ غونډه يې تر مشرۍ لاندې جوړه شوې وه، د جرګې د غړو پر غيرحاضريو نيوکه وکړه او ويې ويل، چې د جرګې پر غړو به د کورنيو دندو د اصولو له مخې انظباطي تدابير عملي کړل شي.

تر ټاکنو مخکې هم هره ورځ د ولسي جرګې يو شمېر غړي ناسوب وي او کله کله د جرګې پرېکړې د نصاب د نا بشپړتيا له امله ځنډول کېدې.

د ولسي جرګې د رييسانو کمېټې د پرېکړې له مخې ټاکل شوې وه ، چې نن د ټاکنو خپلواک کمېسيون او د ټاکنيزو شکايتونو د اورېدو کمېسيون چارواکي عمومي غونډې ته حاضر شي او راتلونکو ټاکنو په اړه د جرګې غړو ته معلومات ورکړي.

خو د ولسي جرګې دويم مرستيال صالح محمد سلجوقي وويل، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون ويلي، د يو لړ بوختياوو له امله نه شي کولاى د ولسي جرګې په غونډه کې برخه واخلي.

هغه وايي، چې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون ځان د ولسي جرګې پر وړاندې مسوول نه بولي.

دغه راز سلجوقي له ټولو هېوادوالو غوښتنه وکړه، چې په راتلونکو ټاکنو کې برخه واخلي او په خپل ګډون سره راتلونکو ټاکنو ته، چې ډېرې مهمې دي، مشروعيت ورکړي.

ټاکل شوې راتلونکې شنبې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې ترسره شي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.