ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حامد کرزي د عربستان راتلونکى ولي عهد ته مبارکي وويله

author avatar
1 Apr 2014 - 19:28
author avatar
1 Apr 2014 - 19:28

کابل(پژواک١٢کب٩٣): ولسمشرحامد کرزي شهزاده مقرن ته د ولیعهد د ولي په توګه د ده د انتخابېدو له امله مبارکي وویله.

له ارګ څخه د کب په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته په راليږل شوي خبرپاڼه کې ويل شوي دي ، چې ولسمشر حامد کرزي نن له غرمې وروسته د يوې ټليفوني اړيکې په ترڅ کې د سعودي عربستان د وليعهد له ولي شهزاده مقرن بن عبدالعزیز آل سعود سره خبرې وکړې.  

خبرپاڼه زياته وي، په دغه تيلیفوني اړیکه کې، ولسمشرحامد کرزي د افغانستان د خلکو په استازيتوب د سعودي عربستان د وليعهد د ولي په توګه د شهزاده مقرن د انتخابېدو له امله د خپلې مبارکۍ او نېکو هيلو مراتب ده  او د سعودي عربستان شاهي کورنۍ او ولس ته وړاندې کړل.

سرچينه ليکي، چې حامد کرزي همداراز د سعودي عربستان د پاچا خادم الحرمین الشریفین اعليحضرت ملک عبدالله بن عبدالعزیز آل سعود دغه پرېکړه، ارزښتناکه وبلله.

سرچينه کاږي، چې ولسمشر حامد کرزي د خادم الحرمین الشریفین له لارښوونو او د شهزاده مقرن بن عبدالعزیز آل سعود له هغو هڅو څخه مننه وکړه چې دوی د افغانستان د سولې د بهیر د بریالي کېدو لپاره کړي دي.

سرچينه وايي، شهزاده مقرن بن عبدالعزیز آل سعود د ولسمشر حامد کرزي له تيلیفوني اړیکې څخه په مننې سره،  افغان ملت ته خپلې نېکې هیلې او پیرزوینې څرګندې کړلې.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.