ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ځانمرګي واسکټ چاودنې ١٦ وسله وال وژلي

د ځانمرګي واسکټ چاودنې ١٦ وسله وال وژلي

author avatar
1 Apr 2014 - 15:13
د ځانمرګي واسکټ چاودنې ١٦ وسله وال وژلي
author avatar
1 Apr 2014 - 15:13

غزني ښار (پژواک ١٢ ورى ٩٣): امنيتي چارواکي وايي، چې د غزني په ګيلان ولسوالۍ کې د ځانمرګي واسکټونو د چمتو کولو پر مهال يوه واسکټ چاودنه کړې او ١٦ طالبان يې وژلي دي.

په کابل کې د ملي امنيت لوى رياست له خوا د وري په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا پېښه نن غرمه يوه بجه د غزني په ګيلان ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

سرچينې زياته کړې، ځينو وسله والو، چې پاکستانيان هم په کې وو، غوښتل چې په غزني ښار کې د بريدونو د ترسره کولو لپاره ځانمرګي واسکټونه جوړ کړي، چې يو واسکټ پرې چاودېدلى دى.

د ملي امنيت ادارې ويلي، چې په دې چاودنه کې د يو شمېر قوماندانانو په ګډون ١٦ تنه وژل شوي او ٩ نور ټپيان دي.

سرچينه کاږي، دغو کسانو غوښتل، چې په ياد ولايت کې د ټاکنو پر مهال ګډوډي رامنځته کړي.

د غزني امنيه قوماندان زړور زاهد پژواک اژانس ته د پېښې د تاييد تر څنګ وويل، چې هغوى په سيمه کې د ځانمرګو بريدونو د ترسره کولو لپاره واسکټونه چمتو کول چې پرې چاودنه وشوه.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.