ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نارنج ګل مشاعره کمرنګه ترسره شوه

د نارنج ګل مشاعره کمرنګه ترسره شوه

author avatar
2 Apr 2014 - 16:27
د نارنج ګل مشاعره کمرنګه ترسره شوه
author avatar
2 Apr 2014 - 16:27

جلال اباد (پژواک ١٣ ورى ٩٣): په ننګرهار کې د نارنج ګل دوديزه مشاعره ډېره کمرنګه ترسره شوه او يو شمېر فرهنګيان هم ګيله من وو، چې ياده دوديزه مشاعره د قصر دننه د ډېرو کمو کسانو پر وړاندې وشوه.

د ننګرهار په شاهي ماڼۍ کې د وري په ١٣مه د دغه ولايت د اطلاعات او کولتور رياست له لوري د نارنج ګل دوديزه مشاعره ترسره شوه، چې په کې لسګونو شاعرانو او ليکوالانو برخه اخيستې وه.

خو يو شمېر ليکوالان بيا ګيله من وو چې د اطلاعات او کولتور رياست دغه دوديزه مشاعره چې ٤٩ کلن تاريخ لري د تېرو څو کلونو راهيسې درباري کړې او په قصر کې يې نمانځي.

ليکوال او شاعر ضياءالرحمان حسرت پژواک خبري اژانس ته وويل چې د نارنج ګل دوديزه مشاعره چې ټول کال شاعران ورته انتظار باسي په داسې چاپېريال کې ترسره کيږي چې د حکومت تر فشار لاندې وي.

ده زياته کړه: ((نننۍ مشاعره چې په شاهي قصر کې نيول شوې، شاعران په مشروط ډول راغوښتل شوي، که چېرې د حکومت خبره ونه مني نو وخت نه ورکوي، حال دا چې نوموړې مشاعره يوه دوديزه مشاعره ده.))

دى وايي، د نارنج ګل دوديزه مشاعره بايد له قصره بهر نيول شوې واى او ټولو شاعرانو ته په کې په پوره ډول خپلواکي ورکړل شوې واى چې خپل شعرونه يې وړاندې کړي واى.

شاعر او ژورنالېست باز محمد عابد هم د نارنج ګل پر مشاعرې خواشينى دى او زياتوي، چې په ډېر کم تعداد خلکو په کې ګډون کړى و.

د ده په وينا، چې دغه دوديزه مشاعره د اطلاعات او کولتور رياست په داسې وخت کې نيولې، چې له يوې خوا ټاکنې نږدې دي، له بلې خوا امنيتي ستونزې زياتې دي.

عابد زياته کړه: ((دې مشاعرې ته خلک په تمه وي، شعرونه يې ورته ليکلي وي، خو بيا د قصر دننه په داسې مراسمو ترسره شي چې ډېر کم کسان په کې شرکت کوي، دا ډېره د خواشينۍ خبره ده.))

د ده په خبره، چې په مشاعره کې يواځې د ګوتو په شمېر شاعرانو ګډون کړى و او هغه رنګ چې په ننګرهار کې د نارنج ګل مشاعرې لاره بېخي يې پيکه کړ.

ليکوال، شاعر او څېړونکى نجيب منلى هم وايي، چې د نارنج ګل دوديزه مشاعره سږ کال ډېره کمرنګه وه.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې که څه هم د خلکو کموالى او په قصر کې دننه د دې مشاعرې کېدل يو شمېر مبتذل شعرونه له منځه يوړل، خو په مشاعره کې ګډونوال کم ترسترګو کېدل.

نوموړي زياته کړه: ((دا دوديزه مشاعرې دولتي رنګ خپل کړى، د شاعرانو ګډون په کې ډېر کمرنګه و.))

د ختيځې سيمې ليکوالو او ژورنالېستانو خپلواکې ټولنې منشي رحمت الله زيارمل بيا وايي، چې سږنۍ مشاعرې درباري رنګ لاره.

زيارمل وايي، چې د اطلاعات او کولتور رياست په لوى لاس دغه مشاعره د قصر په ولکه کې ګيره کړه او هغه دوديز رنګ يې چې لاره له منځه يې يووړ.

ده وويل: ((که دوى د امنيت بهانه کوي، دا دومره لوى، لوى غونډې چې د کانديدانو کېږي او د هغه امنيت نيولى شي، نو د دې مشاعرې دې هم ونيسي.))

د زيارمل په خبره، چې د ننګرهار چارواکو کولى شول چې ياده مشاعره له ټاکنو وروسته په ارامه فضاء کې ترسره کړي، خو دوى په لوى لاس مشاعره رامخکې کړه.

د ننګرهار د اطلاعات او کولتور رييس اورنګ صميم بيا وايي چې د نارنج ګل دوديزه مشاعره يوه دولتي مشاعره ده او بايد په قصر کې ترسره شي.

ده زياته کړه: ((قصر د مشاعرې لپاره مناسب ځاى دى، دې مشاعرې ته د وزارت له لوري موږ ته پيسې راکړل شوي، دا دولتي مشاعره ده.))

دى وايي، چې په نننۍ مشاعره کې شاوخوا ٧٠٠ کسانو ګډون کړى و او که کومه مدني ټولنه غواړي د نارنج ګل مشاعره ولسي ونمانځي ، نو کولى شي چې بهر يې په نورو ځايونو کې ونمانځي او دوى يې ملاتړ کوي.

ياده دې وي چې نارنج ګل دوديزه مشاعره د لومړي ځل لپاره په ١٣٤٤ لمريز کال کې د ننګرهار په سپين غر هوټل کې وشوه.

Visits: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.