ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند يو شمېر ولسواليو ته دټاکنو توکي  ورسېدل

د هلمند يو شمېر ولسواليو ته دټاکنو توکي ورسېدل

author avatar
2 Apr 2014 - 13:44
د هلمند يو شمېر ولسواليو ته دټاکنو توکي  ورسېدل
author avatar
2 Apr 2014 - 13:44

لښکرګاه(پژواک،۱۳ورى۹۳):د هلمند امنيتي چارواکي وايي، چې د دغه ولايت شمالي ولسواليو ته د ټاکنو لپاره  ټول  لوجستيکي وسايل  او کار کوونکي ورسېدل.

دغه څرګندونې ددې ولايت امنيه قوماندان پاسوال عبدالقيوم باقي زوى ديوې خبري ناستې پرمهال خبريالانو ته وکړې او ويې ويل ، د وري ۱٢مه به ټول هغه وسايل او پرسونل ، چې شمالي ولسواليو نوزاد او موسي کلا ته ځانګړي شوي وو،رسېدلي دي.

دده په خبره ، که څه هم دوى له وړاندې ټول امنيتي تدابير نيولي و، خو يواځينۍ ستونزه يې همدا وه،  چې يادو لسواليو ته دغه مواد او ګومارل شوو مامورين ولېږدوي.

امنيه قوماندان وايي، چې پاتې نورو ولسواليو ته هم دغه لړۍ پيل شوې او پوليسو يې د ساتنې په موخه ګومارل شوي.

د باقي زوى په وينا، په تېره دوره کې به دغو ولسواليو ته دهوا له لارې ياد توکي لېږدول کېدل ، خو اوسمهال پوليس او ټول امنيتي ځواکونه کولاى شي، چې دا ټاکنيز توکي د ځمکې له لارې انتقال کړي.

دى زياتوي ، د همدې پروسې په موخه  پيل شوي  عمليات، په کليو او ښار کې  د يوه ګډ پلان  له مخې تر سره کېږي او دوى خلکو ته  ډاډ ورکوي، چې په خپلو سيمو کې د رايې نږدې مرکزونو ته  لاړشي او د خپلې خوښې کانديد ته  رايه ورکړي.

نوموړي زياته کړه، د ټاکنو کمېسيون او ددې ولايت اوسېدونکو ته ډاډ ورکوي، چې پوليس به  په  دې برخه کې  بې پلوه  پاتې شي او د هيڅ کوم کانديد پلوي به ونه کړي.

نوموړي وويل، چې که داسې کوم څه ولېدل شي، نو قانوني چلند به ورسره وکړي.

دده په خبره، په همدې برخه کې ټولې هغه ستونزې هوارې شوي، چې له وړاندې يې په اړه اندېښنې وې.

د هلمند په شمالي  لوري کې سنګين ، کجکي، موسى کلا، نوزاد او واشېر  ولسوالۍ پرتې دي.

دغو ولسواليو ته د ټاکنو د لوجستکي توکو انتقال په داسې حال کې کيږي، چې څو ورځې مخکې ددغه ولايت د مدني ټولنو استازو ويلي و، چې په شمالي ولسواليو کې به ټاکنې له ستونزو سره مل وي.

 

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.