ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل- شمال پر لويه لار ٢٤٥ کيلوګرامه نشه يي توکي ونيول شول

د کابل- شمال پر لويه لار ٢٤٥ کيلوګرامه نشه يي توکي ونيول شول

پلخمري (پژواک ١٣ ورى ٩٣): د بغلان ولايت پوليسو د دغه ولايت په خنجان ولسوالۍ کې ٢٤٥ کيلوګرامه نشه يي توکي کشف او په اړوند يې يو تن نيولى دى.

د بغلان د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول جاوېد بشارت وايي، چې دغه اندازه ترياک د بغلان له اندراب سيمې څخه په يوه هينو موټر کې بار وو او د کابل پر لوري لېږدول کېدل، چې په خنجان ولسوالۍ (د کابل-شمال لويه لار) کې د تلاشۍ پر مهال ترلاسه شوي دي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې هينو موټر او چلوونکى يې نيول شوي دي.

د بغلان د امنيه قوماندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدير نظام الدين نظام وايي، چې دغه اندازه ترياک د هينو موټر د باډۍ په لاندې برخه کې په ځانګړو پاکټونو کې، ځاى پر ځاى شوي وو.

نظام زياته کړه، چې ياد نشه يي توکو له نيولو وروسته د پلاوي په شتون کې وسوځول شول.

 د ويلو ده، چې دوه اونۍ وړاندې په خنجان ولسوالۍ کې له يو سراچه موټر څخه لسګونه کيلوګرامه ترياک او دغه راز ٣٦ زره بوتله الکولي مشروبات، چې له تاجکستان هېواد څخه کابل ته رالېږدول کېدل، په پلخمري ښار کې کشف او په اړوند يې دوه تنه نيول شوي وو.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.