دويم تعقيب ، کابل ( پژواک، ١٣ ورى ٩٣ ) د کورنيو چارو وزارت وايي ، چې په ځانمرګي بريد کې شپږ پوليس وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
ددې وزارت وياند صديق صديقي پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دا بريد نن د وري په ١٣مه، تر غرمې وروسته په دوو بجو او ٥٠ دقيقو شوى دى.
سرچينې زياته کړې، ځانمرګى بريدګر، چې د پوليسو يونيفورم يې اغوستى و، پلى و او غوښتل يې چې کورنيو چارو وزارت ته د مراجعينو په منځ کې ننوځي، خو د امنيتي ځواکونو له خوا پېژندل شوى و.
صديقي وايي، بريدګر ځان ته چاودنه ورکړې ، چې په پايله کې يې شپږ پوليس وژل شوي دي.
ددې وزارت يوې بلې سرچينې، چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل ، چې ځانمرګى له لومړۍ امنيتي پوستې تېر شوى و او غوښتل يې چې د کورنيو چارو وزارت ته ننوځي، خو د پوليسو له خوا تر پېژندل کېدو وروسته يې ځان ته چاودنه ورکړې ده.
سرچينې زياته کړې، چې په دې پېښه کې ٦ پوليس وژل شوي او څلور نور ژوبل دي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن