ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني چارواکي: طالبان به د ټاکنو مخه ونه شي نيولى

د غزني چارواکي: طالبان به د ټاکنو مخه ونه شي نيولى

author avatar
3 Apr 2014 - 15:54
د غزني چارواکي: طالبان به د ټاکنو مخه ونه شي نيولى
author avatar
3 Apr 2014 - 15:54

غزني (پژواک ١٤ ورى ٩٣): د غزني ولايت چارواکو هغه ګونګسې توطيه وبلله، چې ګواکې طالبان به په ځينو سيمو کې د ټاکنو مخنيوى وکړي.

د ياد ولايت چارواکي وايي، طالبان نه شي کولى خلک د ټاکنو له پروسې منع کړي؛ ځکه په وينا يې افغان ځواکونه د رايې مرکزونو د خوندي کولو جوګه دي.

ولايتي چارواکي دا اعلان تر هغه وروسته وکړ، چې د غزني د ده يک او اندړو ولسواليو اوسېدونکو ويلي وو ، چې تېره شپه ورته طالبانو په ټاکنو کې د نه ګډون ګواښ کړى دى.

ځايي اوسېدونکي وايي، وسله والو ورته ويلي، چې په ټاکنو کې دې برخه نه اخلي، ځکه دوى په لويه لارو کې ماينونه خښ کړي دي.

د غزني د والي وياند شفيق ننګ د وري په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، په ټولو هغو سيمو کې چې د رايې مرکزونه دي، امنيتي ځواکونه پر دندو بوخت دي.

ننګ وايي: ((طالبان په دې ډول ګواښونو سره غواړي، چې خلک ووېروي چې په ټاکنو کې برخه وانخلي خو وسله وال دومره توان نه لري، چې خلک له ټاکنو منع کړي، افغان ځواکونه د ټولو مرکزونو امنيت نيولى.))

بلخوا د غزني امنيتي مسولين وايي، چې دوى په غزني کې د ټاکنو د امنيت ساتلو ته پوره چمتووالى نيولى دى.

د دغه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال زړور زاهد پژواک ته وويل، د غزني د ښار په ګډون  په ولسواليو کې د ټاکنو د بهير د امنيت لپاره پوره چمتوا‌لى لري.

نوموړي وويل: ((زه د غزني خلکو ته ډاډ ورکوم، چې په دې ورځو کې به هېڅ کومه ستونزه پيدا نه شي، دوى دې د ټاکنو په ملي پروسه کې برخه واخلي او د خپلې خوښې نوماند ته دې رايه ورکړي.))

 امنيه قوماندان وايي، امنيتي سرتېري د دې توان لري، چې د ټولو ټاکنيزو سايتونو امنيت وساتي.

په غزني کې له ۳۹۵ سايتونو څخه نږدې ۳۳۰ د ښه امنيت او پاتې نور يې له امنيتي تهديدونو سره مخ بلل شوي دي.

 

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.