ايبک،لښکرګاه (پژواک،١٥ورى٩٣): امنيتي ځواکونو په سمنګانو او هلمند ولايتونو کې ١٠ تنه،چې غوښتل يې د ټاکنو په ورځ امنيتي ستونزي پيدا کړي، نيولي دي .
د سمنګانو ولايت امنيه قوماندان محمداکرام بيکزاد پژواک خبري اژانس ته وويل،چې امنيتي ځواکونو د دې ولايت د حضرت سلطان ولسوالۍ په چوچ من کلي کې شپږ تنه له يوه بوشکه يي ماين ، يوې بورې باروتو او له يو ميل کلاشينکوف سره نيولي دي .
هغه وويل ،چې دغو کسانو غوښتل له يادو موادو څخه په ګټې اخيستنې سره د ټاکنو په ورځ امنيتي ستونزې پيدا کړي.
بيکزاد زياته کړه ، چې له يادو کسانو څخه د ډيرو معلوماتو د ترلاسه کولو په موخه پوښتنې روانې دي .
د حضرت سلطان ولسوال سراج الدين حسرت هم ياده موضوع تاييد کړه او ويې ويل ،چې يادو کسانو د چوچ من کلي په مدرسه کې زده کړې کولې او د همدې کلي اوسېدونکي دي .
دغه راز د يو بل خبر له مخې، د هلمند ولايت په ګرشک ولسوالۍ کې څلور تنه نورو، چې غوښتل يې د ټاکنو په ورځ امنيتي ستونزې پيدا کړي د امنيتي ځواکونو له خوا نيول شوي دي .
په دې ولايت کې د۲۱۵ ميوند قول اردو ددرېيمې لوا قوماندان بريد جنرال محمد نسيم سنګين خبريالانو ته وويل، چې دغه کسان د ګرشک ولسوالۍ په يخچال سيمه کې نيول شوي دي.
نوموړي زياته کړه ،چې له نيول شويو کسانو څخه څلور پايې مخابرې او دوه موټرسايکلونه هم ترلاسه شوي دي .
دده په وينا، چې يادو کسانو غوښتل په ګرشک ولسوالۍ د رايې اچونې مرکزونو ته لاړشي او هغه خلک په ګوته کړي ، چې په دې پروسه کې برخه واخلي او د ټاکنو په اړه نور معلومات له خپلو مشرانو سره شريک کړي.
ټاکل شوې ، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې سبا (د وري ١٦مه) ترسره شي .
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن