ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ولسي جرګې منشي : په ټاکنو کې لاسوهنې ګډوډي رامنځته کوي

د ولسي جرګې منشي : په ټاکنو کې لاسوهنې ګډوډي رامنځته کوي

author avatar
4 Apr 2014 - 10:11
د ولسي جرګې منشي : په ټاکنو کې لاسوهنې ګډوډي رامنځته کوي
author avatar
4 Apr 2014 - 10:11

جلال اباد(پژواک،١٥ورى٩٣):د ولسي جرګې منشي له حکومت او د ټاکنو له خپلواک کمېسيون څخه وغوښتل، چې د ټاکنو په پروسه کې لاسوهنې ونه کړي،ځکه په دې پروسه کې هر ډول مداخله هېواد له ستونزو سره مخ کوي.

د ولسي جرګې منشي سيداکرام د وري په ١٥مه له پژواک خبري اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې د افغانستان پر حکومت غږ وکړ، چې د ټاکنو په پروسه کې  بې پرې وي او د هېڅ کانديد ملاتړ ونه کړي.

د هغه په وينا، د هېواد په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره واک له يو منتخب ولسمشر څخه بل منتخب ولسمشر ته د خلکو د رايو پر بنسټ لېږدول کيږي، نو په دې پروسه کې بايد حکومت بې پرې وي .

ده زياته کړه: (( که په دې پروسه کې حکومت بې طرفه نه وي،  نو خداى مه کړه هېواد به يو بل بحران ته لاړ شي.))

د ولسي جرګې منشي په وينا، يو شمېر کسانو ورته شکايت کړى ، چې په ولسواليو کې  د ټاکنو کمېسيون يو شمېر کارکوونکي د ځينو کانديدانو په ګټه کار کوي .

نوموړي وويل: (( کمېسيون بايد د داسې کسانو مخه ونيسي او هر څوک چې درغلي کوي بايد له دندې يې ګوښه کړي.))

سيد اکرام د ولسي جرګې له غړيو او نورو خلکو غوښتنه وکړه ، چې د ټاکنو پروسې د روڼتيا په موخه د هر ډول درغلۍ د مخنيوي لپاره هڅې وکړي .

د ولسي جرګې منشي دا هم وويل ، چې کېداى شي د ولسي جرګې ځينې غړي د يوه کانديد او ځينې يې د بل کانديد ملاتړ وکړي، خو دوى ټول ژمن دي ، چې په ټاکنو کې د درغلۍ مخه ونيسي.

نوموړي د امنيتي ارګانونو پر هغه اقدام هم خوښي وښوده، چې له مخې يې امنيتي ځواکونو هغه د رايي ورکولو مرکزونه تړلي په کومو کې چې دوى نه شي کولى امنيت په کامل ډول خوندي کړي.

ده وويل: (( امنيتي ځواکونو هم په دې وروستيو کې کلک امنيتي تدابير نيولي، موږ ټول مسوولين ولسي جرګې ته هم استجواب کړي وو، موږ ته يې ډاډ راکړى، چې هم به خپله بې طرفي ثابتوي او هم به امنيت نيسي.))

تېره اونۍ امنيتي مسوولين ولسي جرګې ته غوښتل شوي وو، هغوى وويل ، چې پاکستان او طالبان د ټاکنو د ګډوډولو هڅې کوي، خو افغان امنيتي ځواکونو کلک امنيتي تدابير نيولي دي .

د ولسي جرګې منشي سيداکرام له ګاونډيو هېوادونو او نړيوالې ټولنې څخه هم غوښتنه وکړه،چې د افغانستان د ټاکنو په پروسه کې لاسوهنې ونه کړي .

ټاکل شوى ، چې دولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې سبا( د وري ١٦مه ) ترسره شي .

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.