کابل (پژواک ١٦ ورى ٩٣): د ټاکنو خپلواک کمېسيون اعلان وکړ، چې په اټکليز ډول د ټاکنو تر وروستيو ساعتونو به له اوه ميليون زياتو په شرايطو برابرو کسانو رايه ورکړې وي.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون رييس محمديوسف نورستاني، چې نن يې د ټاکنو پروسې له پاى ته رسېدو وروسته په يوه خبري غونډه کې خبرې کولې وويل، چې د غرمې له ١٢ بجو وړاندې شمېرې څرګندوي، چې په شرايطو برابرو ٣،٥ ميليونه وګړو رايه ورکړې، چې ٣٦ سلنه يې ښځې جوړوي.
هغه زياته کړه، چې د دې شمېرې پر بنسټ اټکل کېږي، چې تر وروستيو ساعتونو پورې به د رايې ورکونې په شرايطو برابرو اوه ميليون کسانو خپله رايه ورکړې وي.
نورستاني زياته کړه، چې د امنيتي ګواښونو او خرابې هوا سربېره هم خلکو د ټاکنو په پروسه کې پراخ ګډون وکړ، چې د درناوي وړ دى.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون رييس وويل، په دغه کمېسيون کې هم ځينې ستونزې او نيمګړياوې وې، خو هڅه کېږي چې په راتلونکي کې دا ستونزې حل شي.
هغه زياتوي، چې د هوا د خرابۍ او ناامنۍ له امله د رايې ورکونې ٢٢١ مرکزونه د سهار په لومړيو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې فعال نه شول، خو شپږ مرکزونه له څو ساعتونو وروسته فعال شول.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون رييس د دې پخلى وکړ، چې که ټاکنې دويم دور ته هم لاړې شي، نو د ټاکنو خپلواک کمېسيون ورته بشپړ چمتووالى لري او په دې برخه کې هېڅ کومه مالي ستونزه نه شته.
په داسې حال کې چې د رايې ورکونې په ځينو مرکزونو کې د رايې ورکونې له پاڼو شکايت کېده، خو کمېسيون وايي، چې دا ستونزه له غرمې وروسته حل شوه.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون د دارلانشاء رييس ضيا الحق امرخېل په دې خبرې غونډه کې وويل، چې د ولسمشرۍ نوماندان بايد د خلکو رايې او ارادې ته درناوى وکړي او د ټاکنې پايله ومني.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن