کابل (پژواک ١٦ ورى ٩٣): د کابل په استالف ولسوالۍ کې، د رايې ورکولو د يوه مرکز يو شمېر ګډونوال ادعا کوي، چې ځينې ناقانونه وسله وال د ټاکنو په پروسه کې لاسوهنه کوي.
د پژواک خبريال هم په استالف ولسوالۍ کې د مولوي محمديعقوب لېسې د رايې ورکولو په مرکز کې يو شمېر نامسووله وسله وال ليدلي دي.
له دې سيمې ياد مرکز ته ډېر کسان راتلل او سلګونه کسان د رايې ورکولو د ورکړې لپاره په ليکو کې ولاړ دي، خو وسله والو به له يو شمېر کسانو پوښتنه کوله، چې چېرته ځي او چا ته رايه ورکوي؟
په دې سيمه کې د قاري سيد مختار په نوم يوه ګډونوال وويل: “ټوپکوال خلک دې ته نه پرېږدي، چې د خپلې خوښې وړ کانديد ته رايه ورکړي او مداخله کوي.”
هغه ادعا وکړه، همدې غيرقانوني وسله والو د مرکز په دننه کې هم ځينې کسان ګومارلي، چې له خلکو څخه د يوه ځانګړي کانديد د ملاتړ غوښتنه کوي.
د پژواک خبريال، چې کله د دغو کسانو د تصوير اخيستو هڅه وکړه، نو د ټاکنيز مرکز يوه مسوول پرې غږ کړ او خبريال هم د دوو کسانو له لوري، چې نظامي جامې يې پر تن وې، بهر ايستل شوى دى.
کله چې د دغه مرکز له چارواکو د يادو وسله والو په اړه پوښتنه وشوه، هغوى وويل، چې دوى پوليس دي. خبريال چې کله د دوى د جامو په اړه له هغوى وپوښتل نو له مرکزه و ايستل شو.
د مير حميدالله په نوم يوه تن د ياد ټاکنيز مرکز تر څنګ خبريالانو ته وويل: “څه کوې وروره! ځان خو درباندې تاوان نه دى، چې له وسله والو کسانو سره ډغرې وهې.”
دا په داسې حال کې ده، چې د پژواک خبري اژانس د ويډيو ريپورټر نن سهار د ننګرهار ولايت په لعلپورې ولسوالۍ کې د رايې ورکونې له يوه مرکز څخه د عکس اخيستو پر مهال ډبول شوى او کمره يې هم ماته شوې ده.
په ورته مهال د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون هم د ټاکنيزو شکايت په اړه له مستند جوړونې هرکلى کړى او له يادې لړۍ څخه هر ډول مخنيوى د توجيې وړ نه بولي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن