جلال اباد (پژواک ١٦ ورى ٩٣): د ملي اردو ځواکونو په ننګرهار کې د پژواک اژانس ويډيو خبريال وهلى او وسايل يې هم ور مات کړي دي.
په ختيځه سيمه کې د پژواک خبري اژانس خبريال محبوب شاه محبوب وايي، چې دوى نن د ټاکنو د پروسې د پوښښ لپاره لعلپورې ولسوالۍ ته تللي وو.
هغه زياته کړه، دوى غوښتل چې په ياده ولسوالۍ کې د رايو له مرکزونو ليدنه وکړي، د پوليسو لخوا ښه تلاشي شول او کله چې يې غوښتل د رايو له مرکزونو ليدنه وکړي، د ملي اردو ځواکونو له خوا وګواښل شول.
محبوب وايي، دغو ځواکونو ورته وويل چې بايد منفي راپور جوړ نه کړي او غوښتل يې چې د هغوى په خوښه راپور جوړ شي.
ده زياته کړه: ((موږ ورته وويل چې بې پرې خبريالان يو، حقايق خپروو.))
د نوموړي په وينا، له دې سره سم د ملي اردو څو سرتېرو د پژواک پر ويډيو خبريال ببرک اميرزاده بريد وکړ، هغه يې وواهه، کمرې يې ورته ماتې کړې او په يوه خونه کې يې د نيم ساعت لپاره بندي کړ.
د نوموړي په وينا، دوى له جلال اباد څخه نيولې د تورخم پر لويه لاره پرتو ولسواليو ته سفرونه وکړل او ټاکنيز بهير يې تر پوښښ لاندې راوست.
په ختيځ کې د ٢٠١ سېلاب قول اردو د څلورمې لوا قوماندان تورن جنرال دادان لونګ پېښه تاييد کړه.
هغه، چې په خپله هم د لعلپورې په ولسوالۍ کې دى، پژواک ته ډاډ ورکړ، چې د دې پېښې به کره څېړنه وکړي.
د پژواک خبري اژانس رييس دانش کړوخېل د ملي اردو ځواکونو له خوا د خبريال ببرک اميرزاده وهل او د وسايلو ماتول په کلکه وغندل.
هغه زياته کړه، چې د پژواک خبريالان په سختو شرايطو کې د هېواد په ٣٤ ولايتونو کې او يو شمېر ولسواليو د ټاکنو پروسه تر پوښښ لاندې راولي او د دې لپاره يې فعاله شبکه جوړه کړې ده.
کړوخېل د ملي دفاع له وزارت څخه وغوښتل چې نه يواځې دا پېښه وڅېړي بلکې د پژواک د وسايلو تاوان هم پرې کړي.
د پژواک اژانس خبريال په داسې حال کې وهل شوى، چې په دې وروستيو کې په هېواد کې پر ژورنالېستانو باندې بريدونه او د تاوتريخوالي پېښې زياتې شوې دي.
تېره ورځ په خوست ولايت کې د يوه پوليس له خوا د امريکايي اژانس اى پي يوه عکاسه ووژل شوه او بله خبرياله يې ټپي شوه.
دغه راز تېره مياشت په کابل کې د فرانسې اژانس افغان خبريال سردار احمد پر سرينا هوټل د بريد پر مهال ووژل شو او له هغې مخکې يو سويډنى خبريال هم په کابل کې وژل شوى و.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن