جلال اباد (پژواک ١٦ ورى ٩٣): د ننګرهار والي وايي، چې ملي ځواکونو تر بهرنيانو ښه د خپلو هېوادوالو او د ټاکنو امنيت خوندي ساتلى دى.
والي مولوي عطاء الله لودين دغه څرګندونې د وري په ١٦مه په جلال اباد ښار کې له يو شمېر نورو چارواکو سره د خپلو رايو له کارولو وروسته خبريالانو ته وکړې.
هغه زياته کړه، چې په دغه ولايت کې د ټاکنو بهير په ښه توګه روان دى او تر اوسه کومه لويه پېښه نه ده رامنځته شوې .
لودين وويل، چې په يو شمېر ولسواليو کې ځينې وړې پېښې رامنځته شوې، خو کومه مرګ ژوبله يې نه لرله.
نوموړي د هېواد د ملي ځواکونو ستاينه وکړه او ويې ويل چې دوى اوس پياوړ شوي او لوړه روحيه لري.
د ننګرهار والي وويل، چې دوى له بهرنيانو پرته هم د خپلې خاورې او هېوادوالو امنيت ساتلى شي.
د هغه په وينا، په يو شمېر سيمو کې د رايو ډېر کم مرکزونه ناوخته پرانيستل شول او يو شمېر مرکزونه د ځينو ستونزو له امله بند پاتې شول.
خو د دغه ولايت يو شمېر اوسېدونکي وايي چې په شېرزادو، پچير اګام، حصارک او چپرهار ولسواليو کې لسګونه د رايو مرکزونه نه دي پرانيستل شوي.
د محمداصف په نوم د دغه ولايت يوه اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل، چې په پچيراګام او شېرزادو کې د ولسوالۍ له مرکز پرته په نورو سيمو کې هېڅ مرکز نه دى پرانيستل شوى.
خو والي دغه ادعا رد کړه.
Visits: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن