ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شينډنډ کې د رايې ورکولو په ځينو سايټونو کې راى پاڼې پلورل شوې دي

شينډنډ کې د رايې ورکولو په ځينو سايټونو کې راى پاڼې پلورل شوې دي

author avatar
5 Apr 2014 - 19:16
شينډنډ کې د رايې ورکولو په ځينو سايټونو کې راى پاڼې پلورل شوې دي
author avatar
5 Apr 2014 - 19:16

هرات (پژواک،١٦ورى٩٣):د هرات د شينډنډ ولسوالۍ اوسېدونکي او د ټاکنو ځينې ناظرين وايي، چې د رايې ورکولو په ځينو سايټونو کې راى پاڼې پلورل شوې دي.

په دغې ولسوالۍ کې د مدني ټولنې يو تن ناظر ګل احمد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ددغو ولسواليو په ځينو سايټونوکې د  کانديدانو  پر  پلويانو راى پاڼې پلور کېدې او هغوى به د خپل  کانديد په ګټه استعمالولې.

د ولايتي شورا يوه وکيل تور محمد ظريفي پژواک ته وويل، چې په دغه ولسوالۍ کې د ټاکنو پر وړاندې لويه ستونزه د راى پاڼو   خلاصېدل و.

د نوموړي په وينا، د دغې ولسوالۍ په ځينو سيمو کې د امنيتي تهديدنو له امله  يو شمېر سايټونه بند وو.

ددغې ولسوالۍ يوه اوسېدونکي سيداحمد پژواک ته وويل، چې د روي کوه په سيمه کې بيخي ټاکنې نه دي ترسره شوي.

د نوموړي په وينا، په دغه سيمه کې ، چې سلګونه کورنۍ په کې اوسېږي، وسله وال به ټاکنو کې د نه ګډون ګواښ کړى وو.

په ورته مهال د شينډنډ ولسوال عبدالحميد نور  پژواک ته ومنله ، چې په دغه ولسوالۍ کې يې د راى پاڼو د پلور په اړه راپورونه ترلاسه کړي دي.

دى وايي، وروسته به معلومه شي ، چې دا رپوټ څومره حقيقت لري.

د نوموړي په وينا، په ياده ولسوالۍ کې د رايې ورکولو ٣١ مرکزونه شته دي ، چې دده په وينا، يواځې دوه يې د امنيتي ستونزو له امله تړلي وو.

په دې ولسوالۍ کې د راى پاڼو د پلور مسله په داسې حال کې راپورته کېږي، چې د هرات د مرکز په ګډون په ډېرو سيمو کې د رايې مرکزونو کې راى پاڼې کمې وې.

  په شينډنډ ولسوالۍ کې د راى پاڼو د پلور په اړه د هرات ولايت د ټاکنو کمېسيون چارواکو څه نه دي ويلي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.