مزارشريف (پژواک ١٦ ورى ٩٣): د بلخ والي عطاءمحمد نور په مزارشريف ښار کې د رايې تر کارولو وروسته هيله څرګنده کړه، چې خلک به ډاکټر عبدالله عبدالله ته په رايې ورکولو سره هغه بريالى کړي.
عطاءمحمد نور د وري په ١٦مه تر غرمې مخکې د مزار شريف ښار د فاطمې بلخي په لېسه کې خپله رايه وکاروله.
هغه پردې مهاله له خبريالانو سره د خبرو پر مهال هيله څرګنده کړه، چې خلک به د ولسمشرۍ کانديد ډاکټر عبدالله عبدالله ته رايه ورکړي او هيله يې څرګنده کړه، چې هغه به بريالى شي.
د نور په وينا، عبدالله د نورو کانديدانو په پرتله زياتو ولايتونو ته سفرونه کړي او خلکو يې ډېر ملاتړ کړى دى.
نور زياته کړه: ((که چېرې د ولسمشرۍ بل کانديد په شفافه توګه له ډاکټر عبدالله زياتې رايې ترلاسه کړي او بريالى شو، نو دوى ته به د منلو وړ وي.))
خو د بلخ والي وويل، چې د ده دغه څرګندونې دې غير قانوني ونه بلل شي.
د نوموړي په وينا، که چېرې بل کانديد د درغليو له لارې بريالى شو، نو دى به نه يواځې په راتلونکي حکومت کې ونډه وانخلي، بلکې نوى حکومت به تحريم کړي.
خو عطاء محمد نور د تحريم په اړه نور جزئيات ورنه کړل.
هغه له ولسمشر حامد کرزي مننه وکړه، چې په سوله ييزه توګه د واک لېږدولو لپاره يې زمينه برابره کړه.
نوموړي د ولسمشر کرزي د تېرې دورې ستاينه وکړه ، خو ويې ويل چې ځينې نيمګړتياوې يې هم لرلې.
د بلخ والي له کرزي وغوښتل، چې په ټاکنو کې د درغليو مخه ونيسي او په سمه توګه يې څارنه وکړي.
هغه په بلخ ولايت کې د ټاکنو بهير ښه وباله او زياته يې کړه، چې د دغه ولايت نر او ښځې د رايو کارولو ته راوتلي دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن